د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو نړیوال جام ته ووت


افغانستان د غوراوي په سیالیو کې خپلې شپږ واړه لوبې دګټلې
افغانستان د غوراوي په سیالیو کې خپلې شپږ واړه لوبې دګټلې

افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې شپږ واړه لوبې وګټلې.

د افغانستان وروستۍ لوبه سه شنبه ( جولاۍ۲۵) له نیپال سره وه. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله، خو په ۴۶م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او نیپال ته یې د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.

مګر د نیپال د ۱۹ کلنو ټوله لوبډله په ۴۱م اور کې په ۹۹ منډو وسوځېدله او په دې بري سره افغانستان مخامخ نړیوال جام ته ووت.

کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي چې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ ۱۰۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. په توپ اچوونکو کې بیا یوسف ځاځي څلور، شمس ولي خیل درې او نورو بیا یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په دغو سیالیو کې له مالیزیا، سنګاپور او نیپال سره دوه دوه لوبې وکړې او ټولې یې وګټلې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به په ۲۰۱۸ کال په نیوزلنډ کې په نړیوال جام کې لوبیږي، په دغو سیالیو کې ۱۶ هېوادونه دي. افغانستان تر دې مخکې څلور وارې د ۱۹ کلنو په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی او ځلېدلی دی.

اخوا، د افغانستان د الف لوبډله جنوبي افریقا ته رسېدلې چې له هند او کوربه سره څلور یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG