د نیوزیلنډ د تکواندو اداره وايي، چې په نړیوالو لوبو کې افغانستان ته لومړنی مدال ګټوونکی روح الله نیکپا یې ددغه هیواد د تکواندو د ملي ټیم چې د نیوزیلنډ په لوړه کچه د ښه کړنو د ټیم په نوم یادیږي ګمارلی دی.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې چې څو ورځې دمخه خپره شوې ویلي، چې ښاغلی نیکپا به د ۲۰۲۴ کال د المپیک په نړیوالو لوبو کې د نیوزیلنډ د ملي ټیم د روزنې او په دغه لوبو کې د نیوزیلنډ د ټیم د تمرینونو د چارو مسوولیت په غاړه ولري.
ددغې ادارې رئیس اوه ویلي دي: "دا په نیوزیلنډ کې د تکواندو لپاره یو ډیر په زړه پورې فرصت دی چې د استعداد وړ دغسې منابع په خپل څنګ کې لري. نیکپا په نړۍ کې د تکواندو په کړیو کې د یو ډیر ښه لوبغاړي په توګه پیژندل کیږي او مونږ ډیر خوشاله یو، چې په لوړه کچه د ښه کړنو د ملي ټیم د روزونکي په توګه هغه له ځان سره لرو".
د نیوزیلنډ د تکواندو د ټیم یو پخواني غړي برایان، چې په کلنو یې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده د نیوزیلنډ ملي ټیم ته د ښاغلي نیکپا دغوره کولو ستاینه کړې ده.
ښاغلي بریان ویلی: "هیڅوک د نیکپا او د هغه د لاس ته راوړنو څخه منکریدلی نشي. هغه په نیوزیلنډ کې، چې کومه تجربه له ځان سره راوړي ډیره د ارزښت وړ ده. د بل هر ورزش په څیر مونږ باید زمونږ پر وړاندې ګواښونو باندې کابو ومومو، خو د ورزش په ډګر کې تجربه په لوړه کچه کې نه حسابیږي ".
روح الله نیکپا په داسې حال کې د نیوزیلنډ د ملي ټیم د روزونکي په توګه کمارل شوی، چې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړیوالو مقدماتي سیالیو پیل ته ۷ میاشتې پاتې دي.
ښاغلي نیکپا ویلي: "زه ددې فرصت له امله، چې د نیوزیلنډ د ښه کړنو د پروګرام سره د مرستې او نیوزیلندي ورزشکارانو سره د خپلو تجربو د شریکولو لپاره رامخې ته شوی منندویه یم. بل کال ته د المپیک مقدماتي سیالیو ته د چمتو کیدو او د پروګرام پرمختګ ته بریالیتوب د مختلفو روشونو له لارې سنجول کیږي، خو زه ډیر لیواله یم ".
ټاکل شوې، چې د تکواندو ملي ټیم ته د غړو د غوراوي پروګرام به د (بارفوت او تامپسن ) په سټډیوم کې د اګست په ۱۹ د نیوزیلنډ د اوکلنډ په ښار کې ترسره شي. د نیوزیلنډ د تکواندو ادارې ویلي، چې ددغه هیواد له ټولو سیمو څخه به وزرشکاران د نیوزیلنډ په لوړه کچه د ښه کړنو ټیم ته د لارې د موندلو لپاره سره سیالۍ وکړي.
روح الله نیکپا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلنو د المپیک په دواړو نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته د برنز مدالونه راوړي و. ښاغلی نیکپا په ۲۰۰۸ کال د المپیک په سیالیو کې افغانستان ته په لومړي ځل په نړیوالو سیالیو کې د برنز مدال راوړی و.
فورم \ دبحث خونه