ببوگۍ د فقر او غربت له وجې په خورا کم عمر واده شوې وه. هغه وایي اصلا د واده په مفهوم نه پوهیدله چې ناوی شوه.
ببوگۍ د هلمند اوسیدونکې ده او اوس په کابل کې د بیځایه شویو خلکو په یو کمپ اوسیږي.
هغه چې کورنۍ یې د غربت په وجه خرڅه کړې وایي خسرگنۍ یې هم په غربت کې ژوند کوي او اوس د خځلو په راټولولو خپل ژوند تیروي.
د امریکا غږ خبریال رحیم گل څاروان د هغه ژوند په یوه لنډه ویدیو کې انځور کړی دی.