د لاس رسي وړ اتصالات

دری امریکایان دافغانانو دبندی کولو په تور محکمې ته وړاندی کړی شول - 2004-08-23


ددروامریکایانو چې دافغانانو دبندی کیدو او شکنجی ورکولو تور پری لگول شویدی، مدافع وکیلانوشواهد محکمې ته وړاندی کړل. په دغو شواهدو کې دمتهم ارتباط دیولوړ رتبه افغان مامورسره ښودل کیږی . په ویډو ټیپ کې ښودل کیږی چې د پوهنی پخوانئ وزیر یونس قانونی ددرو امریکایانو مشر جوناتن ایډیما ته مبارکی وائې.ښا غلی قانونی دوی ته داپیشنهاد هم کړی ؤ چې دامنیتی چاروماموران به دښاغلې ایډیما دقواوسره مرسته وکړی . څارنوالان وائې،تورنو کسانو په کابل کې شخصی زندان لاره او څوتنه ئې چې ددوی سره بندیان ؤ، شکنجه کړی ؤ. ښاغلئ ایډیما داهم وائې، هغه او دو ملگرو ئې تل د پنټاگان سره ارتباط لاره .مگر دامریکا حکومت او پوځ د ایډیما دا ادعا په کلکه ردکړه . که دغه کسان متهم ثابت شی نو تر شلو کالوپوری سزا پری ختلای شی. دهغو څلورو افغانانو محاکمه هم روانه ده چې گمان کیږی دوی د مرستیالانو په حیث ئې کار کاوه .

XS
SM
MD
LG