د ماشومانو د ژغورنې ټولنه یا ( the Children(Save وايي، د نړۍ په ځینو خطرناکو سیمو کې هغه خیریه کارکوونکي او سوله ساتونکي چې پر ماشومانو باندې جنسي تیری کوي د خپلو اعمالو په سزا نه رسیږي.
په هغې سروې کې چې نن خپره شوه، ویل شوي چې، د نړۍ په ځینو برخو کې چې جگړې یا نورو آفتونو ځپلي، پر ماشومانو باندې سخت تیری کیږي.
د ماشومانو د ژغورنې ټولنه وايي، د ملگرو ملتونو سوله ساتونکي عسکر یو له سختو تیري کوونکو څخه دي او همدارنگه ځینې نورې ادارې هم په دغه تیري کې لاس لري.
دغه سروې د حاج په ساحل، جنوبي سوډان او هایتي کې شوې او نتیجه یې نن د ماشومانو د ژغورنې د ټولنې لخوا په لندن کې اعلان شوه.