د لاس رسي وړ اتصالات

د نړی روغتیایی سازمان خپل روغتیایی ټیمونه پاکستان ته ورلیږلی دی


د نړی روغتیایی سازمان په پاکستان کی د مرغانو د انفلونزا د اتو مشکوکو انسانی واقعاتو د څیړنی لپاره خپل روغتیایی ټیمونه ورلیږلی دی.

د who ویاند گریگ هارتل نن وویل چی د دوی ډاکتران به په پاکستان کی د مرغانو د انفلونزا لومړنی انسانی پیښه د دی لپاره وڅیړی چی د انسانانو ترمینځ یو بل ته خپریږی که نه.

که څه هم ددغو اتو کسو ناروغانو نه پنځه کسه یی د یوی کورنی غړی دی. د پاکستان د روغتیا وزارت د ویروس د ایچ ٥ این یو ډول نه د یوه کس د مړینی تصدیق کړی دی.

دغه سړی افغانستان ته نژدی په شمال لویدیزه صوبه کی د مرغانو په یوه فارم کی کار کاوه. ددی سړی یو ورور هم په دی وروستیو وختونو کی مړ شوی خو د دی ناروغی د معلومولو لپاره یی معاینات نه وشوی او یو بل ورور یی د ایچ پنځه این یو ډول پکی مثبت و خو اوس یی روغتیایی وضع ښه ده.

پاکستانی چارواکیو ویلی چی کوم کسان چی د دی ویروس د درلودلو له همله یی معاینات مثبت ښودل شوی اعراض یی ډیر جدی ندی.

XS
SM
MD
LG