د پاکستان پخواني لومړي وزېر نواز شریف یوه ورځ وروسته له دې چې د راتلونکي میاشتې په انتخاباتو کې ېې د گډون کولو پرېکړه وکړه، په انتخاباتي مبارزو باندى پیل کړی دی.
نواز شریف د ملک په شاوخوا کې خپل سفرونه پیل کړي دي تر څو د مسلم لیگ د نواز د څانگې گوند ته ملاتړ تر لاسه کړي.
د ښاغلي شریف مسلم لیگ او د بې نظیر بهټو د پېپلز گوند استاځېو له ېوبل سره جرگې اومرکې کولې چې د جنورۍ د اتمې نېټى په پارلېمانى په انتخاباتو کې د نه گډون کولو په برخه کې په گډه ېوه پرېکړه وکړى.
خو د نوازشریف د گوند ویاند احسن اقبال وايي مخالف گوندونه په دې کې پاتې راغلل چې په هغو شرایطو باندې یوې گډې موافقې ته سره ورسیږي چې حکومت د هغو په منلو سره دوی د نه گډون کولو له تصمیم نه واړوي.
همدارنگه د یکشنبې په ورځ د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف د سي ان ان له تلوېزېونى چېنل سره په یوې مرکې کې په دې ټینگار وکړ چې د جنورۍ انتخابات به ازاد او منصفانه وي. هغه مخالفین په دې تورن کړل چې د سیاسي گټو لپاره بې بنسټه تورونه لگوي.
همداراز د پاکستان جمهورریس مشرف نن د امریکایی تلویزون سی این این سره په مرکه کی ویلی چی دی به د دسمبر په ١٥- مه نېټه په پاکستان کې ه اضطراری حالت پاېته ورسوى.
د پېپلز گوند مشرې میرمن بوټو هم د امریکا غږ اردو خپرونی سره مرکه کی ویلی چی دوی چې ددې خبرې په سلو کې اتېا امکان شته دى چې دا به په راتلونکېو انتخاباتو کی برخه واخلی .