د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی چی د ایران د اټومی چلرو ستر مرکچی به د دوشنبی په ورځ مسکو ته ولاړ شی چی د ایران د جنجالى اټومی پروگرام په هکله د روسی چارواکیو سره خبری وکړی.
دغه سفر دوه ورځی له هغه نه وروسته کیږی چی روسیی او پنځو نورو نړیوالو قدرتونو لکه امریکا، برتانیی، فرانسی، جرمنی او چین په پاریس کی د ایران د اټومی لانجی په سر غونډه وکړه.
د فرانسی یوه ډیپلومات وویل چی دغو شپږو نړېوالو قدرتونو د شنبی د ورځی په غونډه کی پریکړه وکړه چی د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د مسودی ملاتړ وکړی چی غواړی په ایران باندی ددریم ځل لپاره اقتصادی بندیز ولگوی.
دغی شورا غوښتی چی ایران د یورانیمو د غنی کولو نه لاس واخلی خو ایران دغه وړاندیز نه دی منلی. ښاغلي جلیلی د اروپایی اتحاد د بهرنی پالیسی له رئیس هاویر سولانا سره د جمعی په ورځ په لندن کی د مسلی د حلولو لپاره وکتل خو دغه مذاکرات کومې نتیجی ته ونه رسیدل.
ښاغلی سولانا به د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د خپل مینځگړیتوب د نتایجو په هکله ډیر ژر ېو رپوټ وړاندی کړی چی د هغه له مخی به په ایران باندی د نورو بندیزونو د لگولو په برخه کې پریکړه وشی.