د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اضطرارى حالت تر درو زرونه زېات بندېان خوشى کړل


پاکستانی چارواکیو ویلی چی دوی هغه دری زره بندېان خوشی کړی چی د جمهور ریس پرویز مشرف د اضطراری قوانینو له مخی توقېف شوی ول.

د کورنیو چارو د وزارت نطاق جاوید چیمه د دغو بندیانو د خوشی کیدو اعلان پداسی حال کی وکړ چی جنرال مشرف سعودی عربستان ته د عمری د حج او د ملک عبدالله سره د خبرو لپاره روان و.

داسی ویل کیږی چی دا سفر د دی لپاره هم دی چی جنرال مشرف به هڅه وکړی چی د پخواني لومړي وزېر نواز مشرف سره چی په عربستان کی په جلا وطنۍ کی ژوند کوی، وگوری.

خو نواز شریف ویلی چی دی به د جنرال مشرف سره ونگوری. نوموړى د ١٩٩٩ مېلادى کا ل په یوه سپینه کودتا کی راوپرزول شوى و.

همدا راز د جنرال مشرف لخوا ټاکل شوی ستری محکمی د هغه پرخلاف د بیا انتخابیدو اکثره عرېضى رد کړی دی.

لوی څارنوال ملک قیوم پرون ددوشنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، دا عریضی دقانونې نواقصو له امله له نظره غورځول شویدی.

یوازی یوه عریضه ئې پریښی ده چې ددی هفتی په وروستیو ورځو کې به پری بحث وشی. د جنرال مشرف مخالفینو د اکټوبر په میاشت کې دهغه له بیا انتخابیدلو سره خپل مخالفت پدی څرگند کړیدی چې دی له بیا انتخابیدو سره سره هم دپوځ سترمشرپاتی شویدی.

سېاسى مخالفېن چې د جنرال مشرف د اکتوبر پر انتخاباتو انتقاد کوى وايي چې دوى نوې ستره محکمه چې د اضطرارى حالت د اعلان نه وروسته جوړه شوېده په رسمېت نه پېژنى.

جنرال مشرف وعده کړیده چې که د جمهور رئیس په توگه بیا انتخابیدل منظورشی نو دی به دپوځ دمشرتابه نه استعفئ وکړی.

جمهور رئیس دیکشنبی په ورځ وویل، دی به دانتخاباتو له کمیسیون نه وغواړی چې پارلمانی انتخابات د جنوری په اتمه نیټه وکړی مگر دائې ونه ویلی چې اضطراری حالت به لیری کړی او که نه.

په عین حال کې خبریالانو پرون ددوشنبی په ورځ په اسلام اباد کې دمطبوعاتو په خلاف دبندیزونو دلگولو په خلاف مظاهره کړی وه چې دغه بندیزونه ورباندی د اضطراری حالت د نافذکیدو په وخت کې لگول شویدی.

په لاهور کې محصلینو د پاکستان دکریکټ د لوبی دپخوانی قهرمان عمران دبندی کیدلو په خلاف مظاهره کړی وه.

د کریکټ ددغه پخوانې قهرمان یو نطاق وویل، هغه داضطراری حالت په خلاف دلوږی په اعتصاب لاس پوری کړیدی.

د خان نطاق وائې، دی به ترهغې پوری دلوږی اعتصاب کوی ترڅوچې دپاکستان قضابیرته په کارپیل کوی. عمران خان تیره هفته په لاهورکې دهیواد د ترهگرۍ د قانون له مخی نیول شویدی.

XS
SM
MD
LG