د لاس رسي وړ اتصالات

د لاس انجلس پولیسو د مسلمانانو د ټولنو د معلومولو نه ډډه کړې ده


د کلیفورنیا د ایالت د لاس انجلس پولیس وایی چی دوی به هغه پلان تطبیق نه کړی چی په کی په دې ښار کی د مسلمانانو د ټولنو د معلومولو غوښتني شوي دي.

پولیسو دا فیصله وروسته له هغه وکړه چی د بشري حقوقو د محلي مؤسسو له خوا سخت انتقادونه پر وشول.

دغي ادارې په دې وروستیو وختو کی ویلي و چی د مسلمانانو د هغو لیری او گوښه ټولنو د معلومولو د پاره به چی امکان لری په هغو کی به د تروریستي فعالیتونو زمینه برابره کیدا شی د هغو اطلاعاتو نه کار واخلی چی د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون ماهرانو ترتیب کړی دي.

ددې پروگرام په باب د لاس انجلس د پولیسو د قوماندان مرستیال مایکل ډاولینگ تیره میاشت د امریکا د مشرانو د جرگې یوې استماعیه غونډي ته معلومات ورکړي وو.

د مسلمانانو مشرانو او د ملکي آزادیو فعالینو ویلي دي چی دا پلان توپیري دی او دیني پارونی را پیدا کوی. د لاس انجلس د پولیسو مامورین اوس وایی چی دوی به ددې ښار د قوی اسلامی ټولني سره چی ٥٠٠ زره غړي لری نژدې اړیکو ته زیاته پاملرنه وکړی.

XS
SM
MD
LG