د پاکستان معزول شوي قاضي افتخار محمد چوهدرى نن د سه شنبى په ورځ پر وکېلانو باندى غږ کړېدى چې د پولېسو امر ونه منى او د جنرال پروېز مشرف د حکومت له خوانه اضطرارى حالت د اعلانولو او تحمېلو لو سره مخالفت وکړى.
افتخار محمد چوهدرى د پاکستان د سترې محکمى معزو ل شوى مشر له خپل کورنه په لاسى تېلېفون کى ووېل چې اوس ددې وخت رارسېدلى دى چې داساسى قانونو لپاره پاڅون وکړو.
هغه په خپل کور کې نظر بند دى او کله چې هغه په لاسى تېلېفون کې خبرى کولى په اسلام ابادى کې په لاسى تېلېفونو باندى خبرى بندې شوې.
وکېلانو پر پولېسانو باندى چې دکاڼو گوزارونه کول او پولېسانو په خپلو لنډ و کوتکېو باندى مظآهره چېان وهل او ټکول.
ددوشنبى په ورځ هم پولېسانو د وکېلانو د مظاهرو د خورولو لپاره اوښکې بهونکي گاز استعمال کړل او مظاهره کوونکي وکېلان په ډنډو باندى ووهل.
نن د پاکستان پخوانې لومړى وزېرې مېرمن بېنظېرې بهټو ووېل چې دا بالکل ددې نېت نلرى چې له جنرال پروېز مشرف سره ملاقات وکړى.
رپوټ وايي د شنبى له ورځې راهېسى چې جنرال پروېز مشرف په پاکستان کې اضطرارى حالت اعلان کړېدى تراوسه پورې تر پنځه لسو سوو نه زېات کسان په مظاهرو اومارشونو کې نېول شوېدى.
په دې جمله کې زېاتره وکېلان او د مخالفو سېاسى گوندونو غړي دى. مېرمن بهټو ند ه نېو ل شوې.
د جنرال مشرف کابېنه په دې باندى غور کوى چې انتخابات څه وخت وکړي.
د پاکستان لومړي وزېر شوکت عزېز ددوشنبى په ورځ ووېل د پارلېمان لپاره به له ټاکلى وخت سره سم د جنورى دمېاشتى په نېمايي کې انتخابات وشى.
خو دېکشنبى په ورځ شوکت عزېز ووېل چې کېدلى شى چې انتخابات تر ېوکال پورې وځنډول شى.