د پاکستان چارواکى وايي د هوايي قواوپه سروېس موټر باندى ېوځان مرگي برېد کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او څلوېښت تنه نورېې زخمى کړېدى.
پوځی چارواکي وایی نن سهار یو ځانمرګی بریدکوونکی چی موټرسایکل یی چلاوه خپل موټر سایکل دهوايي قواو له سروېس موټر سره وجنګاوه.
دغه ځانمرګی برېد د پنجاب په صوبه کی د سرګودها هوایی ډګر ته نېژدی وشو.
په دې اونى کې دا دوېم ځل دى چې د پاکستان پر پوځ باندى ځان مرگي برېد کېږى. د سه شنبى په ورځ باندى اوه کسه هغه وخت مړه شول چې ېوه ځان مرگي خپل چاودونکي مواد په راولپنډىکې د پاکستان د پوځ مرکزى دفتر ته نېژدى وچول.
رپوټ وايي چې دغه ځان مرگى پلى روان و.
دپاکستانی امنیتی ځواکونه د صوبه سرحد په قبایلی سیمی سوات کی د اسلامی تندروانو سره جګړه کوی.
دغی جګړی د چهار شنبی په ورځ وروسته له هغه نه پیل شوی چی تندروو په پوځی هلی کوپټرو باندی ډزی وکړی او د پولیسو یوی پوستی ته یی اور واچاوه. پوځی چارواکى دا هم وایی چی د ۷۰ کسانو په په شاوخوا کی تندروان ېې وژلی دی.
محلى خلک د جگړو د پېل راهېسى د سېلانېانو له دغې سېمى نه په تېښته روان دى. په دغه سېمه کې جگړې تېره اونى هغه وخت پېل شوې چې د پاکستان پوځ ٢٥٠٠ عسکر سوات ته ولېږل چې هغوى سر تېرو د کرارولو لپاره اقدام وکړى چې مشرېې غواړى په سېمه کې اسلامى شرېعت نا فذ کړى.
د پاکستان پوځ وايي تر اوسه پورې په دغو جگړوکې ١٨٠ کسان وژل شوېدى.