د لاس رسي وړ اتصالات

یو ډنمارکی صاحب منصب په افغانستان کی وژل شوی دی


یو ډنمارکی صاحب منصب چی د ناټو په قواو کی یې خدمت کاوه او د افغانستان په جنوب کی په جگړه کی زخمی شوی و، د خپلو زخمونو له لاسه مړشوی دی.

د ډنمارک د اردو مامورینو پرون د ٣۴ کلن جگړن ‏(‎اندیرز سارود‏)‎ د مرگ اعلان وکړ.

سارود د دوشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی هغه وخت زخمي شو چی یاغیانو یې پر قطعې باندی د هاوانو ډزي وکړې.

دغي قطعې یوزره پوش چی د سړک پر غاړه د بم چاودني تباه کړی و، بیرته تر خپلي اډې پوری رساوه.

دغه ډ نمارکی صاحب منصب پرون په روغتون کی مړ سو. هغه په افغانستان کی د ناتو په قواو کی شامل و. د سارود په مړیني سره د هغو ډنمارکي عسکرو شمیر چی په افغانستان کی وژل شوي دي ټول اوو تنو ته رسیږی.

XS
SM
MD
LG