د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د درې ماشومانون په شمول دېارلس کسان وژل شوېدى


د افغانستان چارواکي وايي ېوه ځان وژونکي د کابل د پولېسو ېو سروېس کابل ته نېژدى په بم باندى الوزولى دى او ١٣ تنه ېې ددرې ماشومانو په شمول کې په کى وژلى دى.

د افغانستان دکورنېو چارو وزارت وايي په دغه چاودنه کې اته پولېسان او پنځه تنه ملکېان وژل شوېدى.

رپوټ وايى په همدغه برېد کې لږ تر لږه اوه تنه زخمېان شوېدى. دغه حمله نن د سه شنبى په ورځ دوخته د کابل د لوېدېځې برخى په ېوه نري سړک باندى وشوه.

د طالبانو لپاره ېوه نطاق ووېل چې دغه حمله ددوى ډلې کړېده. طالبانو همدارنگه دهغې حملى مسوولېت هم په غاړه اخېستى دى چې د شنبى په ورځ ېې د پوځ په ېوه سر وېس موټر کې وکړه او دېرش کسان ېې چې زېاتره ېې عسکر ول په کې ووژل.

همدارنگه نن د سه شنبى په ورځ د امرېکا په مشرى د اېتلاف ېوعسکر دکونړ په ولاېت کې دعملېاتو په ترڅ کې ووژل شو او درې تنه نور زخمېان شول.

ېو بل خبر وايي چې دامرېکا پوځ د دوشنبى په ورځ ووېل چې دوى دالقاعده او طالبانو د دولس رهبرانو عکسونه ددى لپاره چاپوى چې خلک ورسره دهغوى دنېولو په باب د معلومات په ورکولوکې مرسته وکړى.

په دغه کار باندى نقدي انعامونه هم ورکول کېږى. چارواکي وايي په دغو پوسترونو کې د شل زرو نه نېولى تردوو سوو زرو ډالرو پورې انعامونه اعلان سوېدى.

ددغه کار مقصد دادى چې ځايي خلک دېته وهڅوى چې د ېاغېانو مشران په لاس ورکړى.

چارواکى وايي د سرتېرو د هوېت په باب معلومات خپرول به دهغوى لپاره داخبره گرانه کړى چې ځان پټ وساتى.

XS
SM
MD
LG