د پاکستان امنېتی مقامات واېې چه د طالبانو طرفدارو جنگېالو نن ددغه هېواد په ېوه قباېلی سېمه کې دوه کسان په دی تور ووژل چه د امرېکا لپاره ېې جاسوسی کوله.
امنېتی مقامات واېې چه د ېو افغان مهاجر او ېوه قباېل مړي د شمالی وزېر ستان په مېران شاه کې د سړک پخ غاړه ومېندل شول.
ددواړه وژل شوو کسانو سره په لاس لېکل شوی خطونه هم پراته ؤ، او په دواړو پکى د امرېکا لپاره د جاسوسئ تور لگول شوی ؤ.
په قباېلی سېمو کې وسله والو جنگېالو پخوا هم ډېر کسان په دی تور وژلی وو چه ېا د هغو پاکستانی قواو ملاتړ کوی، چه سرحد ته نږدی په افغانستان کې د امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو په ملاتړ عملېات کوی.
دا دوه سړي په داسی حال کې وژل کېږی چه د جنوبی وزېر ستان قباېلی مشران لگېا دی کوښښ هغه دوه سوه پاکستانی عسکر راخلاځ کړی چه قباېلو نېولی دي.
سږکال په جولاېې کې د څکومت او قباېلو په منځ کې د روغی جوړېد موافقې د ناکامېدو نه وروسته، پاکستانی قواو اوس د افغانستان سرحد ته نږدی د طالبانو د طرفدارو قباېلو مخ په زېاتېدونکی تشدد کنترول کړی.