د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ سلاکار استعفی کوي


د متحده ایالاتو د جمهور رئیس سیاسی سلاکار کارل ړوف په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي دي چې هغه د روانې میاشتې په پای کې یعنې دوې هفتې وروسته د خپل کار نه گوښه کېږي.

ښاغلي روف چې دکال ٢٠٠٠ او ٢٠٠۴ دپاره یې د جمهور رئیس بوش د انتخاباتو د چارو ریاست په غاړه لاره وال سټریت ژورنال ته په مرکه کې وویل چې اوس ددې وخت رارسېدلئ چې د کار نه گوښه شی او دا کار د خپلې کورنۍ دپاره کوي.

کارل روف وویل دا فیصله یې وروسته له هغې وکړه چې د جمهوری ریاست د د فتر رئیس جاشوا بولټن د بوش معتبرو سلاکارانو ته وویل چې که هغوی په امریکا کې د کارگر د ورځې نه وروسته هم په خپلو کارونو کې پاتې شي. نو دوی به مجبور وي چې د ښاغلي بوش د جمهوري ریاست د روانې دورې چې د ٢٠٠٨ کال د جنوری په میاشت کې پای ته رسېږي په خپلو وظیفو کې پاتې شي

XS
SM
MD
LG