د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ظاهر شاه په مړينه دري ورځي ملي وير اعلان سو


د افغانستان پخوانى پاچا محمد ظاهرشاه نن ددوشنبى په ورځ په کابل کې د دوه نوي کلونو په عمر په حق ورسېده.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى اعلان وکړ چې پخوانى پاچا محمد ظاهر شاه په خپل کور کې چې د جمهورى رېاست په ماڼى کې و په وفات سو.

د افغانستان جمهوررئېس ووېل چې په هېواد کې به درې ورځى وېر اوماتم وى. پخواني پاچا له ١٩٣٣ مېلادى کال نه تر ١٩٧٣ مېلادى کال پورې پر افغانستان حکومت وکړ.

په ١٩٧٣ مېلادى کې چې دهجرى شمسى له ١٣٥٢ کال سره سمون خورى دخپل تره دزوى محمد داود خان له خوانه په ېوه سپېنه کودېتا کې له قدرت نه لېرې سو.

هغه پرافغانستان باندى څلوېښت کاله پاچهى وکړه. تر کودېتا وروسته هغه د اېټا لېا په پاېتخت روم کې په جلاوطنى کې ژوندکاو.

په ٢٠٠١ مېلادى کال داکتوبر په مېاشت کې چې دامرېکا په مشرۍ ېرغل کې د طالبا نو حکومت له قدرت نه وغورځول سو؛ نوموړى ترهغه وروسته په ٢٠٠٢ مېلادى کې کابل ته راستون سو.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي نن ددوشنبى په ورځ اعلان وکړ چې دافغانستان پخوانى پاچا ظآهرشاه په خپل کورکې د جمهوري رېاست په ماڼى کې په حق ورسېده.

د ښاغلى کرزي حکومت پخواني پا چا محمد ظاهر شاه ته دملت د باب افتخارى لقب ورکړى و. پخوانى پاچا مرحوم محمد ظاهر شاه په ١٩١۴ مېلادى کال کې چې د ١٢٩٣ هـ .ش سره سمون خورى زېږېدلى و.

هغه په ١٩ کلنى کې دافغانستان پاچا سو. دهغه په څلوېښت کلنه پاچهۍ کې دافغانستان اساسى قانون ولېکل سو، مستقل پارلېمان تأ سېس سو او د ښځو د حقوقو د پرمختگ لپاره هم اقدامات وسول.

عبدالخالق فضل دکابل د پوهنتون پخوانى استاد ووېل پخوانى پاچا په دې قادر و چې دافغا نى ټولنى مختلفى ډلې سره ېوځاى کاندى.

XS
SM
MD
LG