د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د جون په ١٩-مه نېټه لېکى چى د بر تانېې لومړي وزېر ټوني بلېر دا وېره درلوده چې هسى نه امرېکا په افغانستان باندى اټومى وسله استعمال کړى.
ورځپاڼه لېکى داخبره په واشنگټن کې د بر تانېې پخوانى سفېر په ېوه مستند تلوېزېونى فېلم کې کړېده. د کرېستوفر ماېر داخبرې د برتانېې په ېوه بله ورځپاڼه ډېلي مېرر کې هم نن خپرې شوېدى.
ښاغلى ماېر وايي ددې دلېل چې د بر تانېې لومړي وزېر ټوني بلېر ولې دامرېکا له جمهوررئېس جورج بش سره دافغانستان په اشغالولو کې ودرېده، دا و چې دهغه د جگړې تهاجمى او سخت پلان نر م او معتدل کاندى.
په امرېکا باندى د ٢٠٠١ مېلادى کال د سېپتمبر په ېوولسمه نېټه باندى دترهگرى حملې وسوې. له دغو حملو نه وروسته سمدلاسه دامرېکا جمهوررئېس جورج بش فېصله وکړه چې پر افغانستان باندى ېرغل وکړى.
د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د ډېلى مېرر په حواله لېکى چې ښاغلى ماېر په مستند فېلم کې ووېل چې د ټونى بلېر اندېښنه داوه چې هسى نه امرېکا ېان ېو ناڅاپى او خطر ناک کارته اقدام وکړى او په ډېره بېړه او تلوار به له کوم معقول پلان نه پرته په دغه ځاى باندې په اټومى وسلو باندې حمله وکړى او وران وېجاړ به ېې کړى.
ددغه مستند فېلم په نورو برخو کې چې د ابزرور ورځپاڼى ېې ېو څو برخى خپرې کړېدى د ښاغلى بلېر د محرمې حلقې خلک وايي سره له دې چې لومړى وزېر ټونى بلېر په دې پوهېده چې امرېکا په عراق کې له جنگ نه وروسته پړاو ېعنى د بېارغونې لپاره په کافى اندازه ځان ندى چمتو کړى مگر بېا ېې هم د ٢٠٠٣ مېلادى کال د مارچ په مېاشت کې له دې سره موافقه وکړه چې خپل عسکر دامرېکا په مشرۍ اېتلاف کې دعراق د اشغال لپاره ور ولېږى.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د جون په ١٩ مه نېټه دافغان او ناټو د امنېتى چارواکېو په حؤاله لېکى چې د ناټو دقواو په مشرى باندى دافغانستان د ناکرارو جنوبى سېمو په جگړو کې په لسهاو کسان وژل شوېدى.
ورځپاڼه دناټو دقواو د ېو امرېکا ېې قوماندان جگړن جان تامس له قوله لېکى چې داورزگان په ولاېت کې د پنځوسو او شپېتو په شاوخواکې کسان ېا وژل شوي او ېا زخمېان شوېدى.
رپوټ وايي دغه سېمه تر زېاتې اندازې پورې بې قانونه ده او سږکا ل پکى مهمې جگړې هم ندى سوى. دغه قوماندان وايي په دغو جگړو کې دناټو ېو عسکر دوه افغان پولېسان او لس تنه ملکېان هم ژوبل شوېدى.
واشنگټن پوسټ لېکى چې مولوى حمېدالله د اورزگان د ولاېتى شورى مشر وايى دملکى تلفاتو شمېر ډېر زېات و.
مړى به د پنځوسو او شپېتو په شاوخواکې ول او جگړه لا تراوسه پورې دوام لرى. هغه ووېل محلى خلکو موقتى امبولانسونه منظم کړېدى چې دېر ش تنه ملکى زخمېان د جگړى له سېمى نه دعلاج لپاره ورسوى.
موږ خواهش وکه چې ناټو اوحکومت دې له موږ سره روغتون ته د زخمېانوپه وړلو کې مرسته وکړى. خو دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې مرگ ژوبله دافغانستان د کندهار او هېلمند په ولاېتونو کې په دې نېژدى اونېوکې زېاته سوېده ځکه چې په دغو سېمو کې په تېرو دوو کلونو کې تر زېاتى اندازې پورې د حکومت کنترول کمزورى سوېدى.
واشنگټن پوسټ لېکى چې په اورزگان کې د جگړو زېاتوالى د ناټو د هغې پرېکړې په سبب راغلى دى چې قوماندانانو ېې غوښتل د جگړې مېدان پراخه سى.
جگړن تامس ووېل ناټو په دې سبب ېوې سېمى ته ورځى چې هلته خپل واک اواختېار ټنېگ کړى. واشنگټن پوسټ د مولوى حمېدالله له قوله لېکى چې د اورزگان د چوره په ولسوالى کې تقرېبا ١٥٠٠ د حکومت مخالف جنگېالى چې په هغو کې افغانان، چېچنېا ېان، عربان او پاکستانېان شامل دى راټول شوېدى.
واشنگټن پوسټ داورزگان د ولاېت دپارلېمان دغړې سونا نېلوفر له قوله لېکى چې په دې نېژدى وخت کې زېاتره جگړې په همدغه سېمه کې پېښېږى.
هغې ووېل چې په چورۍ کې امنېتى وضعه ډېره خرابه ده او حکومت پرې خبرو خوهېڅ اقدام ېې ندى کړى .