جمهور رئیس حامد کرزی نن په کابل کی یوه خبري کنفرانس ته په وینا کی تیره ورځ په لوگر کي د یو ښوونځي د دوه انجونو وژل او د څلورو نورو ټپي کیدل په کلکه وغندل وویل هغه کسان چي دا کاریې کړی دافغانستان دښمنان دي.
جمهور رئیس حامد کرزي د دغو وژل شویو انجونو جرم زده کړه وگڼله او هیله یې څرگنده کړه چي دوه میاشتی وروسته به په کابل کی د افغانستان او پاکستان تر مینځ د امن جرگی په جوړیدو سره به دا ډول ستونځي په افغانستان کی پای ته ورسیږي.
جمهور رئیس حامد کرزي وویل که چیرته دا ډول پیښي د امن جرگې د لاري هم پاي ته ونه رسیږي نوافغانان به بیا ېوه بله لاره غوره کړي.