د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو سنا مجلس لخوا دعراق د جگړې لپاره دنورو مرستو د وړاندیز ردول


د امریکا د سنا مجلس هغه وړاندیز شوی طرحه چی د دوه زره اته کال مارچ میاشت نه وروسته په عراق کی د پوځی عملیاتو لپاره د نورو پیسو غوښتنه پکی شامله ده،رد کړه.

قانون جوړونکو د ژور پام نه وروسته دغه پیشنهاد رد کړ کوم چی د دیموکراتانو له خوا تخمین شوی و، اوه شپیتو سناتورانو ددی وړاندیز مخالفه او یویشتو نورو په پلوی رایه ورکړه.

دغه رایه ورکونه د ډیرو څارونکو لخوا تر څیړنی لاندی وه چی سنا مجلس به د راتلونکی جگړۍ لپاره کوم قانون تصویب کړي. جمهوررئیس بوش د عسکرو د بیرته راویستلوپخوانی لایحه ویتو کړې وه.

XS
SM
MD
LG