د لاس رسي وړ اتصالات

دبشری حقوقو دڅارنی مؤسسې رپوټ ورکړیدی چې په افغانستان کې دملکیانو تلفات زیات شویدی


دبشری حقوقو دڅارنې مؤسسه وائې، یاغی طالبانو په افغانستان کې په ملکی کسانو حملی کوی او په مرگ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی . دغې مؤسسې دبشردقیمت ترعنوان لاندی پخپل رپوټ کې چې پرون ددوشنبی په ورځ خپورشویدی، یاغی طالبان غندلی دی چې دملکی کسانو په خلاف جنگی جنایتونه کوی . دغه ډله وائې په تیرو پنځلسو میاشتو کې په افغانستان کې په ځانمرگی او نورو حملو کې څه دپاسه اوه سوه ملکی کسان وژل شویدی . په دغه مؤسسه کې دتروریزم او تروریزم ضد چارو مدیر ‏(‎جونمارینر ‏)‎ وائې، طالبانو او دطالبانوپوری مربوطو ډلو دبین المللی قوانینو نه پدی سرغړونی کوی چې قصدآ ملکی کسان خپل هدف گرځوی . دغه مؤسسه زیاتوی، حتئ که یاغی طالبان په افغانستان کې په نظامی هدفونو حملی کوی نو اکثره قربانیان ئې ملکی کسان دی . هیومن رائټزواچ وائې، په دوه زره شپږم کال کې یاغیانو په افغانستان کې لږترلږه ١٣٦ ځانمرگی حملی کړی وی چې پدی حساب ددوه زره پنځم کال په مقایسه شپږبرابره زیاتوالی پکې راغلی وو. دغه ډله وائې، دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې طالبان پکې راوپرزول شول ،تیرکال په افغانستان کې ډیر خونړی کال و. دهومن رائټز واچ داهم څرگنده کړه چې تشدد دجنوب اوجنوب ختیځ نه چې طالبان پکې ډیر فعال دی،دافغانستان نورو سیموته خپور شویدی . دغه ډله وائې، تیرکال تقریبآ ددرو نه یوه برخه حملی ددغوسیمونه بهر شویدی چې پدی کې کابل هم شامل دی چې پخوا پکې پوره امن و.

XS
SM
MD
LG