د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش په زرگونو پولیس او امنیتی ځواکونو د ډاکی امنیت نیولی و


د بنگله دیش د نوی کال د نمانځنی په مراسمو کی د تشدد د مخنوی لپاره په زرگونو پولیس او امنیتی ځواکونو د ډاکی امنیت نیولی و. په دوه زره یوم کال کی د نوی کال په مراسمو کی د بم د چاودنی له امله په لس گونو خلک وژل شوی ؤ چی د هغه پړه په اسلامی بنیاد گرانو وراچول شوی وه. دغه مراسم له هغه وروسته جوړیږی چی تیره میاشت د بنگله دیش موقتی حکومت شپږ تنه مبارزین په دوه زره پنځم کال کی د څو بمونو د چولو په تور په دار وځړول. د جنوری په میاشت کی په ملک کی اضطراری حالت اعلان شوی ؤ او د مظاهرو له کبله چی د انتخاباتو په لایحه کی یی اصلاحات غوښتل ،انتخابات وځنډیدل.

XS
SM
MD
LG