د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په بشپړ ډول د طآلبانو خلاف د جگړى ملاتړ کوى


د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف په افغانستان کې دناټو دقواو قوماندان جنرال رېچرډز ته ډاډ ورکړېدى چې دده هېواد په بشپړ ډول د طآلبانو خلاف جگړى ملاتړ کوى.

د ناټو قوماندان جنرال رېچرډز له جنرال مشرف سره ېوساعت ملاقات وکړ. دواړومشرانو د امنېت او همکارى په باب خبرى وکړې. جنرال مشرف جنرال رېچرډز ته ووېل چې پاکستان له افغانستان سره د ترورېزم خلاف او د افراطېېت خلاف جگړه کې مرسته کوى. تردې مخکى جنرال رېچرډز د جېو په نامه شخصى تلوېزېون ته ووېل پاکستان چې په شمالى وزېرستان کې د محلى قبېلوى مشرانو په واسطه له طالبانو سره کومه سوله کړېده د ناټو د قواو لپاره هم د ېومثال په حېث کار ورکولى شى. د سولې ددغه تړون له مخى تېره مېاشت پاکستان قبېلوى مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په قبېلوى سېمه کې به خپلو عملېا ت اواقدامات بند کړى ېاغېانو ژمنه وکړه چې په نظامى اهدافو باندى به حملى نه کوى. له سرحد نه به اخوا هم په افغانستان کې د ننه حملى نه کوى.

رېچرډز ووېل دسولى داتړون هغه ته ورته دى چې دناټوقواو د هېلمند په ولاېت کې ېه ېوه شمالى ولسوالى کې له قبېلوى مشرانو سره کړېدى. جنرال رېچرډز ووېل هغه تړون چې له محلى قبېلوى مشرانوسره په هېلمند کې شوېدى هغه داڅرگندوى چې ناټو دېته چمتوده چې هغه څه وکړى چې افغانان ېې غواړى. هغه ووېل چې داټوله خبره د خلکو په رضاېت پورى اړه لرى او تقرېبا په سلوکې اوېا کسان دى ته منتظر دى چې دا وگورى چې کومه خواېې گټى.

XS
SM
MD
LG