د لاس رسي وړ اتصالات

کردي بیلتون غوښتونکو د عراق سرحد ته څېرمه لږترلږه پنځه ترکي عسکر وژلي دي


ترکي مامورین وايي کردي بیلتون غوښتونکو د عراق سرحد ته څېرمه په دوو حملو کي لږترلږه پنځه ترکي عسکر وژلي دي.

مقامات وايي د سړک د غاړي بم دوه افسران او یو عسکر د جمعې په ورځ ناوخته په جنوب شرقي ایالت سیرناک کي ووژل. بیلتون غوښتونکو، دغه راز، د هاکاري په ایالت کي د پوځ پر یوې پوستې باندي ټکان وکړه او دوه عسکر یې ووژل.

ترکیې بیا بیا پر متحده ایالاتو او عراق باندي ږغ کړی چي هغه بیلتون غوښتونکي وځپي چي گومان کېږي په شمالي عراق کي اډې لري.

دوې لسیزي کېږي چي د ترکیې پوځ د هغه هیواد په جنوب شرقي سیمو کي د کردي بیلتون غوښتونکو پر خلاف جنگېږي. پدې شخړو کي څه د پاسه ٣٠ زره کسان وژل سوي دی.


XS
SM
MD
LG