کاناډا پدی غورکوی چې په افغانستان کې دخپلو عسکرو موده دوه کاله نوره اوږده کړی .
د کاناډا دعسکرو اوسنی ماموریت د دوه زره اوم کال د فبروری په میاشت کې ختمیږی مگر توقع ده چې د دغه ملک پارلمان دچهارشنبی په ورځ پدی خبری وکړی چې د دوو نورو کلونو پوری په افغانستان کې د خپلو عسکرو موده اوږده کړی.
دکاناډا تقریبآ دوه زره دری سوه عسکر دکندهار په ښار کې دیره دی . په افغانستان کې د کاناډا لږترلږه پنځلس عسکر وژل شویدی چې د یود پاسه د دوه زرم کال د سیپټمبر د میاشتی نه راپدی خوا ئې په افغانستان کې ځای په ځای کول پیل شویدی . د یود پاسه د دوه زرم کال د سیپټمبر په یولسمه نیټه په امریکا باندی ترورستی حملی شوی وی .
د کاناډا څلور عسکر د اپریل د میاشتی په اخرکې د کندهار په شمال کې د سرک د غاړی په چاودنه کې وژل شوی وو.