د لاس رسي وړ اتصالات

درې کډوال، درې سفرونه؛ د امریکا متحدو ایالتونو ته د رسیدو لارې


نیلوفر احرار د امریکا د نیوجرسي ایالت په پاترسن ښار کې؛ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر لسمه
نیلوفر احرار د امریکا د نیوجرسي ایالت په پاترسن ښار کې؛ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر لسمه

د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو کډوال متحدو ایالتونو ته د راتګ لپاره بېلابېلې لارې غوره کوي، خو د ویزو نه ورکول او محدودیتونه د دې لامل شوی چې ځینې بیا امریکا ته د راتلو لپاره ناقانونه لارې ولټوي.‌

نیلوفر احرار چې په اوزبیکستان کې نرسه وه، له خپل میړه سره د لاترۍ ویزې د پروګرام له لارې متحدو ایالتونو ته راغلې ده.

پدې لړ کې د ټکنالوژۍ په برخه کې مدیر، آشیش جین، د تحصیلي ویزې او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړونکی غرزی اوریاخیل د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس ای وي) پروګرام له لارې د امریکا متحدو ایالتونو و ته راغلي دي.

دوې درې واړه چې په تیرو دوو لسیزو کې متحدو ایالتونو ته کډوال شوي، د جنوبي او مرکزي آسیا څخه د کډوالو د مخ په زیاتیدونکي څپې برخه ګڼل کیږي.

د متحدو ایالتونو د سرشمیرنې ادارې وروستي احصایې ښیې چې پدغه هېواد کې د مرکزي او جنوبي آسیا د کډوالو شمیر په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۴.۶ میلیون کسان وو، چې دا شمېره بیا د ۲۰۱۰م کال په پرتله چې ۲.۹ میلیونه کډوال وو، ۶۰ سلنه زیاتوالي په ګوته کوي.

په متحدو ایالتونو کې خپلو هیلو او ارزوګانو د پوره کېدو لپاره د دوی هڅې یو بل حقیقت را برسیره کوي او هغه دا چې، متحدو ایالتونو ته د رسیدو لپاره دوی د ممکنه لارو څخه ګټه اخیستې ده.

له اوزبیکستان څخه امریکا ته تلل

د امریکا د لاترۍ ویزې پروګرام چې د ګرین کارت لاټری په نوم هم پیژندل کیږي، د هغو هیوادونو څخه د مهاجرینو راجلبولو لپاره طرحه شوې چې متحدو ایالتونو کې لږ کډوال لري. دا ډول ویزې د اوزبیک کډوالو او د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو د کډوالو لومړی انتخاب دی.

احرار وايي، د هغه د پلرني ټاټوبي سمرقند واټونه چې د ګرین کارډ لاټري ګټونکو په نوم مشهور دي، د دې لاټرۍ په اړه د پوهاوي او اعلانونو سره د هغو کسانو لپاره چې غواړي" په امریکا کې خپلې هیلې او خوبونه تعقیب کړي"، ډک دي.

نوموړې دغه لاټری په ۲۰۰۳ کې پداسې حال کې وګټله چې د پوهنتون د وروستۍ کال محصله وه. هغه وویل، یوه ورځ کله چې کور ته راستنه شوه، د پوستې لخوا ورته یو نادره پاکټ راغلی و.‌ د پاکټ دننه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یو لېک و چې پکې نوموړې ته ویل شوی وو چې د لاټری ویزه یې ګټلې ده. هغه د ۱۸۱۹ اوزبیکانو له ډلې څخه هغه کس و، چې په ۲۰۰۳م کال یې دغه ویزه ګټلې وه.

احرار وویل: " ډېره خوشحاله وم او د زیاتې خوشحالې له امله مې ټوپونه وهل چې امریکا ته ځم."خو هغه له یوې ستونزې سره مخ شو. نوموړې هغه مهال ۱۹ کلنه وه و او مور او پلار یې ورته اجازه نه ورکوله چې یوازې متحدو ایالتونو ته ولاړه شي.

له هند‌ څخه د امریکا د لاترۍ ویزې ګټونکی

اشیش جین د امریکا په متحدو ایالتونو کې د خپلو ملګرو په تشویق سره ۲۰۰۷م کال د محصلۍ په ویزې سره د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار ته لاړ ترڅو د "جورجیا ټیک" پوهنتون کې د صنعتي انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړي. خو په ۲۰۰۸م کال کې د هغه فراغت د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مالي کړکیچ له پیل سره برابر شو.‌

جین وايي، هغه ډیر "بد وخت" و او د دندې لومړی وړاندیز یې له لاسه ورکړ. خو په خبره یې، په راتلونکو دریو میاشتو کې هغه یو بل فرصت وموند چې هغه ته یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پاتې کیدو اجازه ورکړه. هغه ځکه چې په امریکا کې د مالي کړکیچ له امله یوازې د ګوتو په شمېر شرکتونو د H-1B ویزو لپاره غوښتنې ورکولې، نو لدې امله د هغه غوښتنلیک ډېر ژر ومنل شو.

نوموړی زیاته کړه چې ډیری کډوال په دې نه پوهیږي چې " په امریکا کې د هیلو او خوبونو" ترلاسه کول ډیر وخت نیسي.

د امریکا متحده ایالتونو د هندي محصلینو لپاره چې له هند څخه بهر د لوړو زده کړو په لټه کې دي، په سر کې ځای لري. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کلونو په بهیر کې، په امریکا کې د هندي محصلینو شمېر ۲۷۰ زرو تنو ته رسیده.‌

د کډوالو د پالیسي انسټیټیوټ یوه څیړونکې ګیانا باتالووا وايي، د هغو هندي محصلینو کره شمیره معلومه نه دی چې له فراغت وروسته په امریکا کې پاتې کیږي، خو د دغو محصلینو یو لوی شمیر د STEM په برخو کې چې تدریس او عملي کارونه پکې شامل دي، زده کړې کوي.‌

باتالووا وویل: "د STEM په برخه کې محصلین، ښايې په سمدستي‌ توګه نه، خو د وخت په تیریدو سره د H-1B ویزې ته د لیږد لپاره لاره مومي."

H-1B ویزه هغه ویزه ده چې په امریکا کې کار ګمارونکو ته اجازه ورکوي چې په ځانګړي فني او تخنیکي څانګو کې مسلکي بهرني کارګران استخدام کړي او همدارنګه بیا دغه کارګران په متحدو ایالتونو کې دایمي استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو په موخه سپانسر کړي.

د رسمي معلوماتو له مخې، هندي اتباع تر ډیره بریده د STEM پروګرام او پر انګلیسي ژبې د پوهیدو له امله د H-1B ویزې ترلاسه کوي. په ۲۰۲۲ مالي کال کې په امریکا کې د دغه ډول ویزو ۷۳ سلنه ترلاسه کوونکي هندي‌ اتباع وو.

په امریکا کې د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کولو لپاره جین ۱۴ کاله انتظار وکړ. خو په پایله کې یې دغه کارټ ترلاسه کړ.‌

له افغانستان څخه د امریکا د لاترۍ ویزې ګټونکی

متحدو ایالتونو ته د غرزي اوریاخیل سفر په ۲۰۰۹م کال کې د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا د حکومت لخوا یا په استازیتوب یې له دوی سره کار کاوه، د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس ای وي له لارې عملي شو.

د ۱۵ کلونو په اوږدو کې، دا پروګرام متحدو ایالتونو ته د کډوالۍ په یو مهمه لاره بدله شوه. ددغه پروګرام له لارې لسګونه زره افغانانو چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت سره یې مرسته کړې، ویزې ترلاسه کړې.

اورياخېل چې اوس ۴١ کلن دى، په ٢٠٠۴ کال کې د بګرام په هوايي ډګر کې د ژباړونکي په توګه خپله دنده پيل کړه. هغه ۱۳ کاله د امریکا له پوځ سره کار کړی دی او پدې بهیر کې د افغانستان بیلابیلو سیمو ته یې سفرونه وکړل. د کلتوري چارو د سلاکار په توګه، هغه ډېر لږ په جګړه ایزو ماموریتونو کې برخه اخیستې، خو بیا هم د ډیرو خطرونو سره مخ و.

نوموړی هغه وخت یادوي چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د امریکايي سرتېرو کاروان چې دې ور سره مل و، د طالبانو له لوري محاصره شو. د نوموړي په وینا، ټول وسایط او هاموي ګاډي تخریب شول او نږدې وو چې دوی ټول ووژل شي.

د نوموړي د تره زوی چې هغه هم د امریکا له پوځ سره یې کار کاوه، په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو له خوا ووژل شو. اوریاخیل وویل: "هغه یو له هغو لومړنیو ژباړونکو څخه و چې د طالبانو له خوا ووژل شو."

اوریاخېل د هغه ژوند ته د خطر له امله دوه ځلې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس ای وي غوښتنه کړې؛ لومړی ځل په ۲۰۰۷ او دویم ځل په ۲۰۱۰ کې. د هغه دویمه هڅه چې د اووه کلن ځنډ لامل شو، د هغه په ژوندانه کې د پام وړ بدلونونو سره مل و. هغه کوژده او بیا یې واده وکړ چې ثمره یې دوه ماشومان دي.

متحده ایالاتو ته د رسېدو لارې

باتالووا وايي، چې امريکا ته د جنوبي او مرکزي اسيا د کډوالو لارې د دوی د کډوالۍ لاملونو په څیر توپیر لري. دا په داسې حال کې دی چې افغانان د کډوالۍ او د مهاجرت د ویزې په ځانګړي پروګرامونو تکیه کوي، د منځنۍ اسیا زیاتره خلک د ګرین کارټ لاټرۍ کې خپل بخت ازمایي، او هنديان بیا معمولا د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کولو لپاره د کار ویزې کاروي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان او بنګله دېش اتباعو لپاره د دوی د کورنۍ د غړو لخوا سپانسر کیدل چې په امریکا کې ژوند کوي، امریکا ته د راتګ او په دې هیواد کې د دایمي استوګنې لاره ګڼل کیږي.

دغه لارې تل قانوني نه وي. تېر کال، د امریکا سرحدي مامورینو د جنوبي او مرکزي اسیا له زرګونو بې اسنادو کډوالو سره مخامخ شول. کارپوهان وايي چې دا موضوع امریکا ته د قانوني کډوالۍ په لارو چارو کې محدودیتونه په ګوته کوي.

باتالووا وویل: "ځینې خلک ډیر وخت انتظار کوي او هڅه کوي چې ژر امریکا ته ورسیږي،‌ خو ځينې نور بیا پوهیږي چې پر شته لارو د ورتګ جوګه نه دي او یا هم دغه لارې ډېرې اوږدې دي.‌"

احرار دې ته اړ نه و چې ناقانونه لارو چارو ته مخه کړي. په هغه ورځ چې هغې د ګرین کارټ لاټرۍ وګټله، په هم هغه ورځ د دوی کورته د کوژدې لپاره ریباران راغلل.‌ خو نوموړې وویل، چې د هغې کورنۍ له ریبارانو سره دغه خبره شریکه نکړه.‌ هسې نه چې ریباران دده په پرتله د هغه ګرین کارټ لاټرۍ ته ډیره پاملرنه وکړي."

احرار له انور سره وکتل او هغه یې خوښ کړ. د دوی واده مراسم ډیر ژر ترسره شول او دواړه راتلونکي کال امریکا ته راغلل. انور په ټوکو وايي چې له داسې مېرمنې سره واده کول پدې مانا دی چې دوه ځله مو د ګرین کارټ لاټرۍ ګټلې وي. هغه په خندا ورته وویل: " هغه وخت نه پوهیدم چې د ګرین کارت سره به امریکا ته راشم."

خو د دې جوړې لپاره امریکا ته راتګ بیله ستونزو هم نه وو. دوی موټر نه درلود او د نیویارک په بروکلین سیمه کې په یوه کوچني اپارتمان کې یې ژوند کاوه. انور چې کوم مسلکي دندې یې نه وه موندلی، د خپل کورنۍ د نفقې د برابرولو په موخه یې هر ورځ کارګري کوله. خو نن ورځ، هغه د پانګې اچونې شرکت لپاره د سافټویر جوړونکي په توګه کار کوي.

احرار وايي: "ما ژړل او غوښتل مې چې بېرته کور (اوزبیکستان) ته لاړه شم. خو انور وویل، ما ته دلته نه یې راوستلې، تا زه دلته راوستی یم."

احرار یوازینی کس نه وو چې خپل هیواد ته د ستنیدو هیله یې لرله. هغه وايي چې ډېری اوزبیکان کله کله د ګرین کارډ لاټري ګټل یو موقتي چانس ګڼي چې امریکا ته راشي او پیسې وګټي او بیا خپل هېواد ته ستانه شي.

خو په امریکا کې د دوی د ماشومانو ژوند او زده کړې ددې سبب کیږي،‌ چې یو ډیر لږ شمېر بیرته خپل هېواد ته ولاړ شي. امریکا ته د احرار له راتګ څخه شل کاله وروسته، د لاټرۍ پروګرام لا هم د منځنۍ اسیا ډېر خلک متحدو ایالتونو ته را جذبوي. خو اوسمهال چې په امریکا کې ددوی ریښې کلکې شوې، ځینې یې دغه هېواد ته د کډوالۍ لپاره پر نورو لارو چارو غور کوي.

تېر کال احرار له خپل مور او پلار سره د ګرین کارټونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه. هغه دغه کار نه د ګرین کارت لاټرۍ له لارې نه، بلکې د کورنۍ د بیا یوځای کولو پروګرام له لارې تر سره کړه.

په امریکا کې د اشیش جین سره بخت وروسته له هغه مل شو، چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله ټوله نړۍ کې د امریکا قونسلګرۍ او سفارتونه وتړل شول او د کورنۍ پر اساس د ګرین کارټ غوښتنلیکونو پروسه په ټپه ودریدله. خو په پایله کې یې ګرین کارټ ترلاسه کړ.

همدارنګه د اوږد ځنډ سره سره، ډیری هندي اتباع د کار له لارې ګرین کارتونه ترلاسه کوي. د متحده ایالاتو د حکومت د وروستیو معلوماتو له مخې، ۷۶ سلنه هندي اتباع د کار له لارې ګرین کارټونه ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې اوریاخېل په افغانستان کې له اوو کلونو انتظار وروسته، د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس ای وي ویزې په ترلاسه کولو بریالی شو او د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې لاس انجلس ته ورسېد. هغه وايي چې هغه خوشحاله و چې لاړ شي، پداسې حال کې چې ډیری کسان چې د هغه "ملاتړې" دي لاهم هلته دي.

اورياخېل د افغانستان وضعيت ته په اشارې سره وويل: "خلک په خطر کې دي، د کار موندلو توان نه لري او د ګټې وټې کومه سرچينه نه لري."

تېره میاشت د امریکا کانګرس افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ۱۲زره ویزو د ورکړې لایحه تصویب کړه او دغه پروګرام یې د ۲۰۲۵ کال تر دسمبر پورې وغځاوه.

خو بلخوا د دې پروګرام مدافعین وايي چې دغه پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته مخ په زیاتېدونکو غوښتنو ته ځواب نشي ویلای.‌

د دې پروګرام مدافعین دا خبره پداسې حال کې کوي، چې له یوې خوا د کډوالۍ ځانګړي ویزې (اس آی وي) ۱۴۰ زره غوښتونکي ددغه ویزې د ترلاسه کولو لپاره شپې او ورځې شمارې او له بلې خوا د امریکا متحدو ایالتونو راتګ، د ګڼ شمېر افغانانو لپاره د یو خوب او هیلې په حد کې پاته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG