پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دویمه کالیزه

۱
په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت د لویدیځې نړۍ یو شمیر مشران اوکراین ته رسیدلي چې ددې هیواد سره خپل پیوستون څرګند کړي. د اوکراین ولسمشر د کاناډا د صدراعظم او د لویدیځو هیوادونو د یو شمیر نورو مشرانو سره یوځای په میخائیلیفسکا میدان کې په یادګاري څلي د ګلانو ګیډۍ کښیښودله

۲
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، په اوکراین کې دننه او د ختیځې اروپا په ۱۱ هېوادونو کې یې له نږدې ۶.۵ میلیونه اوکراینیانو سره مرسته کړې ده

۳
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، ۱۰۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۸۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي

۴
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوه کلنې جګړې په ترڅ کې تر ۱۴ میلیونو زیات اوکراینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او شاوخوا ۶.۵ میلیونه نور اوکرایني وګړي په بهر کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي