د افغانستان کرکټ بورډ په بنګله دېش باندې د ټست لوبې له لویې ماتې وروسته له دغه هېواد سره د یوې ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړ.
افغانستان د جولاۍ په څلورمه نېټه له بنګله دېش سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي، دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې بنګله دېش د څه باندې ۵۰۰ منډو په توپیر سره افغانستان ته د ټسټ په لوبې کې ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له بنګله دېش سره سیالیو ته د لوبغاړو د ټاکلو په معیارونو، په بنګله دېش باندې د ټست لوبې د ماتې په مهمو علتونو او نورو اړوندو مسائیلو باندې غږېدلی دی.
جعفر هاند ورسره مرکه کړې ده، مرکه یې دلته اورېدلای شئ: