د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو جرګې نوی مشر وايي د بایډن د حکومت د تګلارو په اړه تحقیقات کوي


کیوون مک کارتي، د متحدو ایالتونو د استازو جرګې رئیس
کیوون مک کارتي، د متحدو ایالتونو د استازو جرګې رئیس

د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو د جرګې نوې مشر جمهوري غوښتونکي کیوون مک کارتي ددې جرګې د مشرۍ تر ګټلو وروسته، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړ څخه مننه کړې او خبرداری یې ورکړی چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د بایډن د حکومت د یو شمیر پالیسو په اړه تحقیقات کوي.

مک کارتي‌ له څلورو جنجالي ورځو او پنځلس ځله رایې اخیستنې وروسته د شنبې په ورځ جنوري ۷ (مرغومي ۱۷) وکړای شول ددې جرګې مشري ترلاسه کړي.

هغه له بري وروسته په خپل بیان کې وویل: "غواړم په خاص ډول له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړم... هغه څه چې واقعا نوموړي ویل، هم د ګوند او هم د هیواد لپاره، دا وو چې موږ باید سره یوموټي شو. موږ باید په اقتصاد تمرکز وکړو. موږ باید د خپلو سرحداتو په خوندیتوب تمرکز وکړو. موږ ډیر کارونه د کولو لپاره په مخ کې لرو. هغه ددې ټولو کارونو په ترسره کیدو کې غوره بانفوذه کس وو."

په امریکا کې له برحال ولسمشر او د هغه له مرستیال وروسته د استازو جرګې رئیس تر ټول لوړ مقام ګڼل کیږي چې کولای شي د ولسمشر او د هغه د مرستیال د نشتوالي په صورت کې د سپینې ماڼۍ واک تر لاسه کړي.

جمهوري غوښتونکو ددغه مقام له ګټلو وروسته څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) تېر کال په خپل یوه راپور کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بیړني وتل ددې لامل وبلل چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونه له منځه ولاړ شي او واک طالبانو ته په لاس ورشي.

د تیرې مۍ میاشتې د سیګار په دغه راپور کې ویل شوي چې د ولسمشر بایډن او له هغه وړاندې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې له طالبانو سره د یوه تړون له مخې نه یوازې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو نېټه وټاکله بلکې د جګړې په ډګر کې یې د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې هم د پام وړ کموالی راوست چې له امله یې افغان ځواکونو د خپلې اړتیا وړ هوايي ملاتړ له لاسه ورکړ.

د امریکا سرحدي امنیت، کډوال او اقتصاد هغه نور موارد دي چې جمهوري غوښتونکي یې په اړه د تحقیقاتو خبره کوي.

د امریکا د استازو د مجلس نوي مشر همدارنګه وویل چې د کرونا ویروس د منشا او د شخصي ګټو په هدف د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د کارولو په اړه به د حکومت د نیمګړتیاوو په اړه هم څیړني وکړي. له دغې ادارې څخه د شخصي ګټو هدف ښايي د تېر کال د اګست په میاشت کې د فلوریډا په ایالت کې د محرمو اسناد په اړه د ټرمپ د کور پلټل وي.

XS
SM
MD
LG