د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لومړی نړیوال کرکټ لیگ شارجه کې کیږي


دا وخت هند ،پاکستان، بنگله دیش، اسټرالیا، ویسټ انډیز، او انگلستان په مختلفو نومونو تجارتي کرکټ لیگونه لري. افغانستان تر اوسه د شپږیزې په نوم کابل کې د کرکټ تجارتي لیگ تنظیموه، خو سږ کال په لومړي ځل د افغانستان نه بهر د افغانستان پریمیر لیگ ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا په دې سیالیو کې پینځه ټیمونهبرخه اخلي ،چې کابل، ننگرهار، بلخ ،پکتیا او قندهار په نوم به یادیږي. دې سیالیو کې د ویل کیږي چې د افغانستان د لوبغاړو برسیره د کرکټ مشهور لوبغاړي لکه کریس گیل، برنډن میلکم، شاهد افریدی، تمیم اقبال، کمار سنگا کارا، شعیب ملک او مصباح الحق برخه واخلي.

د دوشنبې په ورځ د دې لیگ د پرانستې په غونډه کې د لیگ د نشان مخ کتنه وشوه او دې را روانه اوونۍ کې به د دې سیالیو دپاره د لوبغاړي بولي هم وشي. د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا قریب څلور سوه افغان او خارجي لوبغاړي د افغانستان پریمیر لیگ د بولۍ په لیست کې شامل دي.

د افغانستان پریمیر کرکټ لیگ پرانست غونډه په دوبۍ کې وشوه
د افغانستان پریمیر کرکټ لیگ پرانست غونډه په دوبۍ کې وشوه

افغانستان د کرکټ بورډ ریس ښاغلي عاطف مشعل دوبۍ کې د افغانستان پریمیر لیگ ټي ټونټي د پرانست غونډې په مهال وویل چېد افغانستان کرکټلوبغاړي په نړیواله سویه شهرت لري او د یو بشپړغړيتوب لرونکي هیواد په توگهغواړي چې د افغانستان لوبغاړي په نړیوال سټیج نندارې ته وړاندې کړو.

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیگ ټورنامنټ به د اکتوبر د پینځمې نیټې نه تر دیرویشتمې نیټې پورې دوام کوي او پینځه ټیمونه به سیمي فاینل او فاینل په شمول ٢٣ سیالیو کې سره لوبیږي. د کرکټ نړیوالې شورا د دې سیالیو رسمي منظوري هم ورکړې او د شارجه په میدان د متحده عربي اماراتو او افغانستان د کرکټ ادارو په همکارۍ ترسره کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG