د مستقلو ژورنالستانو د ملاتړ ادارې، (نې) ویلې دي چې په تیرو څلورو کالونو کې دوه زرو خبریالانو، د تهدیدونو له کبله کارونه پرې ایښي دي. دغې ادارې ویلي دي چې د ژورنالستانو د مسلک نه علاوه د هغوي د انساني حقوقو رعایت هم نه کیږي. په دې دوه زرو خبریالانو کې یو د شیبې راډیو خبریال بسم الله وطندوست دی.
بسم الله وطندوست وایي، د قندهار امنیتي مقاماتو، ځکه لس شپې او ورځې بندی کړم چې ولې واقعیتونه خپروم.
دده په فکر، د قانون رعایت، د مقاماتو او ژورنالستانو ستونزې له منځه وړلې شي.
د بسم الله وطندوست بشپړه مرکه دلته اوریدلی شې.