د لاس رسي وړ اتصالات

په محبس کې زيږيدلې مينا د خپل ژوند کيسه کوي


يواځې نا ا مني،فقر، له زده‎کړو محرومیت، بې‌سرپرستي، جنسي ځورونې، درانه کارونه نه دي چې د میلیونونو افغان ماشومانو ژوند ګواښي بلکه دوئ د راز راز داسې ستونزو سره مخ دي چې د ژوند له ډیرو حقونو څخه ييدوئ محروم کړي دي.

یوولس کلنه مينا له همدې جملې ما شومانو څخه ده،هغه چې د ٢٧ کسانو د قتل په تور بندۍ مور سره په محبس کې شپې ورځې تيروي له محبس نه امريکا غږ سره غږيدلی.

مينا وايي په محبس کې د زړه تنگ والي له کبله شپه خوب نلري.

ماشومه مينا چې په محبس کې زيږيدلی نه پوهيږي چې د محبس له څلورو ديوالو ور آخوا دنيا څرنگه ده؟

سره له دی چې په محبس کې څه ناڅه ورته د زده کړې زمينه برابره ده خو مينا وايي يواځينۍ هيله يي له کورنۍ سره اوسيدل او ښوونځي ته تلل دي.

د مينا مور شيرين گل نوميږي چې د ميړه سره د ٢٧ کسانو په قتل کې په لاس لرلو تورنه او د ننگرهار په محبس کې بندۍ ده .

د مينا په مور یوولس کاله مخکې په اعدام محکومه شوې وه خو د مېندوارۍ له کبله له اعدام څخه معاف کړاې شوه ، اوس يي لور (مينا) یوولس کلنه ده.

د مينا مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00
XS
SM
MD
LG