د امریکا دفاع وزير جيمس مټيس د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې وويل چې د ټرمپ اداره به په افغانستان کې پخوانۍ تيروتنې تکرار نکړي .
جيمز مټيس دا هم ويلي چې ،د افغانستان د جګړې په اړه به د امریکا متحده ایالاتو د حکومتي چارواکو سره هر اړخیزې خبرې او مشورې وشي.
امريکا پخوا په افغانستان کې کومې تيروتنې کړي چې بيا یي د نه تکرار ژمنه کوي؟
نوشابې اشنا د افغانستان د دفاع وزارت له وياند جنرال دولت وزيري سره مرکه کړی هغه په پيل کې په پوځي لحاظ د امريکا تير وتنو ته اشاره کړی: