امریکايي ولسمشر بارک اوباما هند ته تللی دی او هلته یې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده. د هند ګاونډ پاکستان کې بيا ځينو رسنېو د ولسمشر اوباما پر سفر نیوکې کړي چې ګواکې پاکستان یې هېر کړی دی.
په پېښور کې د سیمه ییزو چارو کارپوه عقیل یوسفزي، د امریکا غږ له خبریالې نزرانې سره، هند ته د ولسمشر اوباما د سفر پر ارزښت او د واشنګټن- اسلام اباد پر اړیکو یې پر اغیزو غږیدلی دی.