د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بګرام د ۳۷ بندیانو د خوشي کولو پریکړه غندلې ده


په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ قوماندانۍ هغه پریکړه غندي چې په ترڅ کې به یې ۳۷ بندیان آزاد شي. امریکا دغه بندیان امنیت ته جدي ګواښ ګڼي.

د امریکا د پوځ په بیانیې کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې ده راغلي دي چې ددغو کسانو آزادېدل په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په برخه کې یو ستر پرشا تګ دی.

دغه ۳۷ کسان د هغو ۸۸ بندیانو له جمعې څخه دي چې د بګرام په زندان کي ساتل کېږي.

څه موده مخکي ولسمشر کرزي ددغو بندیانو د قضیوو د څیړلو امر کړی دی او د روانې میاشتې په پیل کې یې دفتر وویل چې د بندیانو د جملې څخه د ۱۶ کسانو پرته نور ټول به آزاد کړل شي ځکه د هغوي پرضد قوي شواهد نشته چې محاکمه شي.

د بګرام د زندانیانو د دوسیوو د څیړنې د کمیسون ریْس عبدالشکور دادرس داسي وویل
،،د ۳۷ بندیانو په مورد کښي کمېټې تقریبا د یوې میاشتې په نتیجه د دوي د برخلیک په باره کښي خپل تصمیم ونیوی او هغه دا دی چې دوي باید د زندان څخه خلاص شي.،،

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ د بګرام زندان د طالب جوړولو فابریکه وګڼله چیري چې د هغه په وینا افغانان شکنجه کېږي چې د خپل هېواد څخه کرکه پیدا کړي.

د امریکا د پوځ په بیانیې کې راغلي دي چې د آزادېدونکو ۳۷ بندیانو پرضد قوي شواهد شته چې پر اساس یې کېدای سي دوي محاکمه شي یا نور تحقیقات ځیني وشي.


په کابل کې د امریکا د پوځ یوه ویاند دګرمن وېل ګریفین داسي وايي: ،، د ارزیابۍ ټاکل شوي کمیسون داسي کسان بیرته ټولنې ته خوشي کوي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي. د ۳۷ کسانو د جملې څخه چې آزاد شوي ۱۷ کسان یې د تعبیه شویو انفجاري موادو په حملو کې لاس لري ،۳ تنه نور یې هغه کسان دي چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پرضد یې په حملو کې برخه اخیستې یا ددغو حملو په هکله خبر وو چې په نتیچه کې یې ۱۱ افغان ملي امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او وژل شوي دي. دغه راز ۴ کسه نور یې داسي کسان دي چې د امریکا د پوځ او متحدینو پر ځواکونو باندي یې په بریدونو کې لاس درلودی یا یې په هکله خبر وو چې ددغو بریدونه له کبله د امریکا او متحدینو ۴۲ عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.،،

په عین حال کې د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسون ویلی دي چې د بګرام د زندان څخه د بندیانو آزادېدل د بشري حقوقو څخه سرغړونه تشویقوي او دا چي په افغانستان کې به یو داسي کلتور ته وده ورکړي چي په کښي به ځیني خلګ پرته له ویرې د بشر پرضد جنایات ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG