د پيښور په “بډه بير افغان کډوالو په کمپ” کې تر ۵۰ ډیرو افغان کډوالو ته د څراغ د ترمیم هنر ښودلو يوه پروژه پيل شوې. د دغې غير دولتي موسسې په مرسته به د هنر ترلاسه کولو کسانو ته په پای کې د دغه هنر د پاللو لپاره سامانونه هم ورکول کیږي. شاهين افريدی پرې راپور لري
د پېښور اوسیدونکې، ساجده سعید په پيښور پوهنتون کې رستورانت جوړ کړی. هغه وایي چې د خپل مېړه په مرسته یې دغه روزګار روان کړی او زیاتوي چې هدف یې روزګار کولو ته د پښتنو میرمنو هڅول دي. شاهين افریدی پرې راپور لري.
د کویټې اوسېدونکی سکندر اکرم وایي که څه هم چې اردو ژبې دی، خو غواړي د کوزې پښتونخوا طبعي او کلتوري ښکلا پر ټولنیزو رسنیو د "موټو ویلاګنګ" له لارې نړۍ ته ور وپېژني. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
متحده ایالات دوه عمده سیاسي ګوندونه لري - جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتیک. د دریم ګوند کاندید اصطلاح هغه چا ته کارول کیږي، چې نه جمهوري غوښتونکي وي او نه دیموکرات. دا اصطلاح اکثرا د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونو کې کارول کیږي.
متحده ایالات دوه عمده سیاسي ګوندونه لري: ډیموکراتیک او جمهوري غوښتونکي. دلته د جمهوري غوښتونکي ګوند تاریخ ته یو نظر اچوو
متحده ایالات دوه عمده سیاسي ګوندونه لري: ډیموکراتیک او جمهوري غوښتونکي. دلته د ډیموکراتیک ګوند تاریخ ته یو نظر اچوو
د کویټې په یو دولتي ښوونځي کې "د نابینایانو لپاره د غږ ټولنې" مشر حمیدالله سیال کاکړ د حکومت په مرستې سره ځایي ځوانانو او افغان کډوالو نابینا ځوانانو ته په وړیا توګه د موسیقۍ زده کړې پېل کړي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د لنډي کوتل سوداګر، ټولنيز او سياسي فعالان وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو اړیکو او د سوداګرۍ د خرابې تګلارې له امله د ۲۰۲۳ کال راپديخوا سوداګرۍ کې کمی راغلی دی. دوي یې پړه د پاکستان له خوا د بېلابېلو توکو پر صادراتو بندیز، د سرحدي پولو تړل او د مالیاتو په زیاتوالي اچوي.
د ژوب اوسېدونکی شفیع الله په خپل کور کې د ځنکلي زیتون، چې په ښوون هم پېژندل کېږي، تېل باسي. هغه له خپل دغه کاره راضي دی او وایي چې نه یواځې لدې لارې اقتصادي ګټې ترلاسه کوي بلکې د سیمې خلک د ځنکلونو وهلو څخه راګرځوي. سالمین خپلواک یې په اړه راپور جوړ کړی.
تورخم پولې ته څيرمه د لنډي کوتل بازار کې ۸ لسيزې لرغونې دغې پخوانۍ قهوه خانې کې د حمزه شینواري، خاطر اپریدي، ساحل اپریدي، ناظر شینواري په څیر سترو شاعرانو مشاعری کولې. ځايي شاعرانو نن هم دغه تسلسل ساتلی او هره اونۍ دلته مشاعرې جوړوي. شاهین افریدي، امریکا غږ
د لورلایي اوسېدونکی محمد عمران وایي چې له یوټیوب څخه یې د ویډیو ګېمونو جوړولو زده کړې ترلاسه کړي او دا مهال یې لدې لارې ځانته د معاش ګټلو زمینه برابره کړې. سالمین خپلواک پر انلاین بڼه د کار کولو پر ارزښت ورسره خبرې کړي.
د کوزې پښتونخوا د ژوب د برنج کلي اوسېدونکې بلقیس "ادکه" وایي چې اوس هم کله نا کله د مېچنې څخه کار اخلي. د نوموړې په خبره، د پلرونو له وخته یې په کور کې مېچن خوندي ساتلې. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک، برنج کلي ته تللی او دغه رپوټ یې برابر کړی دی.
نور پورته کول