د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې اخلي- مقامات


امریکا له اوکراین ته نوې پوځي مرستې کوي
امریکا له اوکراین ته نوې پوځي مرستې کوي

یو امریکایي چارواکي ویلي دي چې واشنګټن به اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو د اخیستلو اعلان وکړي.

دغه امریکايي مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا اعلان به د جمعې په ورځ اپریل ۲۶ (حمل اووم) وشي.

هغه وویل: «په دغو وسلو کې د توپخانو ضد رادار، د راکټ ضد پیټریوټ سیستمونه، بې پیلوټه الوتکې، توپخانې، دقیق مهمات او بې پیلوټه الوتکو ضد سیستمونه شامل وی.»

پولټیکو رسنۍ په لومړي ځل اوکراین ته د امریکا د وسلو د دغو مرستو په اړه راپور خپور کړی و. تر دې دمه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي،‌ خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جګړن چارلي‌ ډیټز امریکا غږ ته ویلي چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل ورکړي ‌دي.

دا میزایل د ۳۰۰ کیلو میتر په واټن کې هدف وېشتلای شي او دا لومړی ځل دی چې له روسیې سره په جګړې کې اوکراین داسې توغندي ترلاسه کوي.

ویاند چارلي ډیټز وویل چې دا میزایل له اوکراین سره د امریکا د هغو ۳۰۰ میلیون ډالرو د مرستو یوه برخه ده چې د مارچ په میاشت کې یې کړې وه، خو ویې نه ویل چې دا میزایل به له اوکراین سره په نویو مرستو کې هم شامل وي که نه.

دوو مقاماتو ویلي‌ دي چې امریکا د روان کال په سر کې په خپلو پوځي زېرمو کې د«ATACMS» نوې بڼه زیاتې کړې او بیا یې اوکراین ته د دغو توغندیو زړې بڼې واستولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG