د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: اسرائیل غزې ته د مرستو د لیږد په هکله زما غوښتنه ومنله


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اپریل پنځمه ( وري ۱۷) وویل چې اسرائیل یې په هغې غوښتنې عمل کړی چې غزې ته د لا ډیرو مرستو پریښودو لپاره یې ترې کړې وه.

د دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې بایډن د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسرائیل په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د نتنیاهو سره په تیلفوني خبرو کې دا ګواښ یې هم ورکړی چې په اسرائیل به نظامي مرستې بندې کړي که نه، جمهور رئیس بایډن وویل، " ما ترې د هغه څه غوښتنه کړې، چې هغوي (اسرائیل) یې کوي."

د بایډن او نتنیاهو د ټیلیفوني خبرو څخه وروسته د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې وویل چې د 'اسدود' د بندر او 'ایرز' د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي، خو اسرائيل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.

څو ورځې مخکې د اسرائيل هوايي ځواکونو په غزې کې په یو برید کې د یوې امریکا مېشتې خیریه ادارې اووه کارکوونکي ووژل، له دغې پېښې وروسته په اسرائيل باندې نړیوال فشارونه نور هم زیات شول.

جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په یوې تیلیفوني مکالمې کې نتنیاهو ته وویل چې په غزې کې "په مرسته رسوونکو هوايي بریدونه او په عمومي ډول بشري وضعیت د منلو نه دي". هغه دا خبره هم ورته کړې وه که تل ابیب خپله تګلاره بدله نه کړي، واشنګټن به د خپلې تګلارې په بدلولو مجبور شي.

غزې ته د مرستو لیږد ته د اجازې ورکولو تر څنګ اسرائیل همدارنګه ویلي چې د پوځ دوه افسران د څو "جدي تېروتنو" له کبله له دندو ګوښه کوي چې د نړۍ مرکزي آشپز خانې په نامه د خیریه مؤسسې د موټرو په کاروان برید کې یې لاس درلود.

خو سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې د اسرائیل دا اقدام کافي نه دی او د جمهور رئیس جو بایډن سره په کړو ژمنو باید عمل وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربې په دې هکله خبریالانو سره په خبرو کې وویل، " مهمه ده چې هغه ټولې ژمنې درک شي او په بشپړه توګه تطبیق شي."

کربي دا ونه ویل چې جمهور رئیس بایډن د اسرائیل څخه د کومو ژمنو غوښتنه کړي خو دومره یې وویل چې د دې پیښې په هکله به متحده ایالات په خپلواکه توګه پلټنې ونه کړي. د خیریه مؤسسې یو وژل شوي کار کوونکي د کاناډا او متحده ایالاتو دوه ګوني تابعیتونه درلودل.

د متحده ایالاتو حکومت هم نه ده څرګنده کړې چې د اسرائیل سره د پالیسۍ بدلون یې څه معنی لري خو د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې، د اسرائیل سره د امریکا نظامي مرستو کې د احتمالي بدلون په هکله تر ټولو ښکاره اشاره ده.

سره لدې چې ددې جګړې پیل راهیسې متحده ایالات په ټینګه د اسرائیل سره په نظامي، سیاسي او دیپلوماتیکي توګه ولاړي خو له یوې خوا په غزې کې د ملکیانو ډیره مرګ ژوبله او له بلې خوا په متحده ایالاتو کې دننه راتلونکي د جمهوري ریاست انتخابات ځیني هغه عوامل دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې کمرنګه کړي.

امریکایي مسلمانان او ځوانان د جمهور رئیس بایډن څخه غواړي چې د اسرائیل سره لاره بدله کړي. د اسرائیل سره د بایډن په ملاتړ د مسلمانانو اعتراض د همدې تیرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه لا په مطبوعاتو کې ښکاره شو چې یو په خټه فلسطینی امریکایي ډاکټر د جمهور رئیس بایډن د یوې غونډې څخه د اعتراض په توګه ووت.

ډاکټر ثایر احمد ویلي چې د غزې د خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون ښودلو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر جوبایډن په کوربتوب د روژې له میلمستیا څخه ووت.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۳۳زره ډېر کسان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او غزه کنډواله شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG