د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو شپږ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې


عکس: ارشیف ـ په سور سمندرګي کې امریکایي جنګې بیړۍ
عکس: ارشیف ـ په سور سمندرګي کې امریکایي جنګې بیړۍ

د متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري ۵) وویل چې د یمن د حوثي یاغیانو شپږ بې پیلوټه الوتکې (UAV) په جنوبي سور سمندرګي کې وروسته له هغې وویشتلې چې د چین د تیلو د یو ټانکر په لور یې د کښتۍ ضد څلور بالستیک توغندي وار کړل.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د ایکس په ټولینزه شبکه لیکلي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو دغه توغندي د M/V Huang Pu په نامه د چینایي ټانکر په شاوخوا کې توغولي دي.

مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چې د حوثیانو پنځم توغندی د تیلو پر ټانکر توغول شوی چې ټانکر اور اخیستې او بیا یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دغې قوماندانۍ ویلي، چې په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په کښتۍ کې لګیدلی اور خاموشه شوی دی.

سنتکام ویلي دي چې د متحده ایالاتو ځواکونو د شپږو بې پیلوټه الوتکو (UAV) سره مخ شوي چې پنځه یې په سور سمندر کې نسکورې شوي او یوه یې د یمن دننه د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو پر لور تللې ده.

حوثي یاغیانو د تیر کال د نومبر له میاشتې راهیسې په سور سمندرګي کې په بیړیو بریدونه پیل کړي چې د دوی په وینا دا کار یې د غزې په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون کمپاین دی.

د امریکا پوځ ویلي دي چې په سور سمندرګي کې یې دغه اقدامات د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ او د نړیوالو اوبو خوندي کول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG