د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یو یهودي لاریون کوونکي د مړینې په تړاو یو کس نیول شوی


په کلیفورنیا ایالت کې پولیس د یو یهودي لاریون کوونکي د مړینې په اړه معلومات ورکوي.
په کلیفورنیا ایالت کې پولیس د یو یهودي لاریون کوونکي د مړینې په اړه معلومات ورکوي.

د متحده ایالاتو امنیتي‌ چارواکي وايي، په کلیفورنیا ایالت کې د فلسطینیانو او اسرائیل په ملاتړ د مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځته شوی او په ترڅ کې یې یو یهودي وګړی له زخمي کیدو وروسته مړ شوی دی.

د کالیفورنیا د وینچورا ناحیې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) وویل چې ۵۰ کلن لويي عبدالفتاح الناجي په جګړه کې د ښکېل کېدو او غیر ارادي وژنې په تور نیول شوی دی.

پولیس وايي، د نومبر په پنځمه په تاوزنډ اوکس سیمه کې، د فلسطینیانو او اسرائیل پلوه مظاهره چیانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، او په ترڅ کې یې ۶۹ کلن پاول کیسلر د الناجي سره تر شخړې وروسته په سر د زخمي کیدو له امله مړ شو.

د پولیسو د معلوماتو په اساس، په شخړه کې د کیسلر سر له ځمکې سره لګېدلی او یو ورځ وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

د ځايي رسنیو د راپورونو په اساس، په کلیفورنیا کې د یهودو د ملاتړ ټولنې ویلي چې هغه د اوسپنې په میلې په سر وهل شوی خو د پولیسو په وینا، عیني شاهدانو "د شخړې د څرنګوالي او د برید کونکي د هویت په اړه متضاد بیانونه وړاندې کړل."

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې کیسلر په ځمکه پروت دی او خپل سر یې نیولی دی.

پولیسو وویل، الناجي له پېښې وروسته ونیول شو او د هغه د کور له پلټل کېدو او کافي شواهدو د نه موندل کېدو وروسته بیرته خوشې شو.

چارواکو ویلي چې الناجي د پلټنې په برخه کې له پولیسو سره همکاري کوي او په هغو کسانو کې شامل دی چې د پېښې وروسته یې د پولیسو عاجلې شمیرې ته زنګ وهلی دی.

ځايي رسنیو الناجي د وینچورا "کمیونیټي کالج" د کمپیوټر ساینس استاد ښودلی دی.

پولیسو او د څارنوالۍ دفتر ندي ویلي چې د کومو شواهدو په اساس یې الناجي د قتل په تړاو نیولی دی.

په متحده ایالاتو کې تر اسرائیل وروسته د نړۍ تر ټولو زیات یهودان میشت دي. په تېرو پنځو اونیو کې په دغه هېواد کې د اسرائیل او فلسطین پلوه ډلو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د اکتوبر په لومړیو کې، یو شپږ کلن مسلمان هلک شیکاګو ته نږدې د یو ۷۱ کلن سړي له خوا په چړو وهل شوی و. د پولیسو په وینا، دا پیښه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې سره مستقیم تړاو لري.

په امریکا کې د ناامنیو دا پیښې یوه میاشت وروسته له هغه رامنځته کیږي چې د اسرائیل مقاماتو وويل د حماس د اکتوبر د اوومې په برید کې ۱۲۰۰ زیاتره ملکي اسرائیلیان ووژل شول او ۲۴۰ نور ددغه ډلې له خوا یرغمل شول.

اسرائیل ددغه برید په ځواب کې پر غزه هوايي بمباري او ځمکني عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له ۱۱ زره زیات کسان وژل شوي دي.

دغه شمیرې د خپلواکو سرچینو له خوا ندي تائید شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG