د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا: تروریزم افغانستان او نړۍ ته یو ډیرجدي ګواښ دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کندهار په ولایت کې د داعش ډلې له خوا د ترسره شوي برید د غندنې په ترڅ کې تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.

د امنیت شورا غړو د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (حمل درییم) په یوه اعلامیه کې د دغسې ویره اچوونکو بریدونو د عاملانو، همغږي کوونکو، مالي ملاتړ برابرونکو او ملاتړ کوونکو په محاکمې باندې ټینګار کړی دی.

کندهار کې د پنجشنبې د ورځې په سهار مارچ ۲۱ (وري ۲) د کابل بانک ودانې سره نږدې یو ځانمرګي بریدګر د خلکو په یو کتار کې چې د دغه بانک څخه یې خپل معاشونه اخیستل ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا پر اساس لږ تر لږه په کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په اعلامیه کې د ټولو هیوادونو غوښتل شوي چې "د نړیوالو قوانینو او د امنیت د شورا اړوند پریکړه لیکونو" ته د خپلو ژمنو پر اساس دې په فعال ډول د ټولو مقاماتو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " هرډول تروریستي اقدام د هغې د انګیزې په پام کې د نیولو پرته، په هرځای او هر وخت او د هرچا له خوا چې ترسره شوی وي جرم او نه توجیه کیدونکی اقدام دی".

د امنیت شورا یوځل بیا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو، د پناه غوښتونکو نړیوال قانون او نړیوالو بشرپاله حقونو په ګډون د ملګرو ملتونو د منشور پراساس او د نورو نړیوالو قوانینو لاندې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونواو تروریستي اقداماتو پر وړاندې په مبارزه کې د ټولو هیوادونو او وسایلو څخه په کار اخیستلو باندې ټینګار کړی دی.

کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشرې هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې برید غندلی او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

اروپايي ټولنې ویلي: "د روژې په مبارکه میاشت کې، چې د سولې او زغم میاشت ده، باید ټول په یووالي سره د سولې د ترویج، زغم او پیوستون لپاره ودریږو".

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د قانون منګلو ته ددغسې تروریستي بریدونو عاملانو د سپارلو او ځواب ویلو باندې ټینګار کړی دی.

میرمن امیري ویلي: " مونږ د کندهار ناوړه تروریستي برید چې د خواشینۍ وړ تلفاتو اود ډیرو د ټپي کیدو سبب شو غندو". میرمن امیري د پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

کابل کې د جآپان سفارت او د سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو هم دا برید غندلی دی.

د جاپان سفارت ویلي چې دا ډول تروریستي بریدونه باید چې په فوري ډول بند شي.

په کندهار کې ددغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی. طالبانو ته ځینو نږدې رسنیو پاکستان ددغه برید په پلانولو باندې تورن کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې حکومتي چارواکو تل د سرتاسري امنیت د ټینګیدو ادعاوې کړي دي. خو په تیرو څه باندې دوو نیمو کلنو کې د کندهار او کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې خونړي بریدونه شوي دي.

د اکثرو دغو بریدونو مسولیت د اسلامي دولت داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG