د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین د سفر په ترڅ کې روسیې او ویتنام د اړیکو پراخولو ژمنه وکړه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ویتنام ولسمشر تو لام د ویتنام په پایتخت هانوی کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ویتنام ولسمشر تو لام د ویتنام په پایتخت هانوی کې

ویتنام ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) ژمنه وکړه چې دوه اړخیزې اړیکې به پراخې کړي.

پوتین چې په اوکراین د یرغل له امله د مسکو له زیاتېدونکي انزوا سره د مقابلې لپاره د متحدینو د موندلو په موخه سیمې ته سفر کړی، د شمالي کوریا له مشر کیم جانګ اون سره په پیونګ یانګ کې له کتنې یوه ورځ وروسته ویتنام ته رسیدلی دی.

شمالي کوریا د پوتین د دغه سفر په ترڅ کې د اوکراین د جګړې په اړه د هغه د "بشپړ ملاتړ" ژمنه وکړه او دوه اړخیز دفاعي تړون یې لاسلیک کړ.

ویتنام د سړې جګړې له ورځو راهیسې د مسکو نږدې متحد بلل کیږي، خو پوتین په هانوی کې په عامه توګه د ملاتړ ژمنه ترلاسه نکړه، که څه هم د ویتنام ولسمشر تو لام له روسیې سره د دفاعي همکارۍ د پراختیا لپاره لیوالتیا وښودله.

لام له پوتین سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: "دواړه خواوې غواړي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له امنیتي ننګونو سره د مقابلې او په سیمه او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره په دفاعي او امنیتي برخو کې همکاري زیاته کړي."

مسکو له لسیزو راهیسې د ویتنام د وسلو عمده عرضه کونکی دی، چې د ۱۹۹۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ یې د وارداتو ۸۰ سلنه برخه جوړوي، خو په وروستیو کلونو کې د اوکراین د شخړې په تړاو د نړیوالو بندیزونو د زیاتېدو له امله پکې کمښت راغلی دی.

لام او پوتین د پوهنې څخه نیولې تر عدلي او ملکي اتومي پروژو پورې د همکارۍ شاوخوا دولس تړونونه لاسلیک کړل.

پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې رغنده وې او دواړه خواوې د مهمو نړیوالو مسلو په اړه "یو شان یا ډېر نږدې" دریځونه لري.

هغه وویل چې دوی "په اسیا - ارام سمندر کې د یو کافي او باوري امنیتي جوړښت رامنځته کولو په اړه بحث وکړ چې د زور نه کار اخیستلو او په سوله ایزه توګه د اختلافاتو د حل کولو اصولو پراساس دي."

پوتین په داسې حال کې ختیځې اسیا ته سفر کړی چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د ځپلو په موخه لویدیځ پر مسکو باندې بندیزونه پراخ کړي دي.

متحده ایالاتو، بریتانیې او اروپایي اتحادیې تېره اونۍ پر مسکو نوي بندیزونه اعلان کړل په داسې حال کې چې د جي۷ په سرمشریزه کې ژمنه وشوه چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه به اوکراین ته ۵۰ میلیارد ډالر پور ورکړل شي.

په ویتنام کې پوتین ته د ښه راغلاست ویلو مراسم په هغه څېر شاندار نه وو لکه څنګه چې په شمالي کوریا کې د نوموړي لپاره نیول شوي وو. ویتنام چې د نړیوالو تولیداتو مرکز بلل کیږي، له کلونو راهیسې د هېوادونو ترمنځ د بې طرفۍ پالیسي غوره کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG