د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د قوش تپې په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ


د لوبډلو کپتانان د قوش تپې سیالیو له کپ سره ولاړ دي
د لوبډلو کپتانان د قوش تپې سیالیو له کپ سره ولاړ دي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (حمل۱۲) د 'قوش تپه' په نوم د شل اوریزو سیالیو داخلي ټورنمنټ پیلوي.

د کرکټ بورډ مسئولین وايي چې د دغه کار اصلي هدف نړیوال جام ته د افغان لوبغاړو چمتو کول دي، خو تر څنګ یې داخلي لوبغاړو ته د لوبو فرصت برابرول او په کور دننه د کرکټ وده ده.

په سیالیو کې پنځه لوبډلې، سپین غر، مس عینک، امو، بند امیر او بوست دي. سمیع الله شینواری د سپین غر، ابراهیم ځدراڼ د مس عینک، حشمت الله شهیدي د بند امیر، شرف الدین اشرف د امو او نجیب الله ځدراڼ د بوست لوبډلې کپتانان دي، دوی ټولې د ملي لوبډلې غړي دي.

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا سیالۍ تر نړیوال شل اوریز جام مخکې د افغان لوبغاړو لپاره د تمرین یو ښه پړاو دی.

شهیدي همدغه راز وویل چې په دغو سیالیو کې به د ملي لوبډلې لوبغاړي له ځوانو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکوي چې په خبره یې دا د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره یو ښه اقدام دی. د نورو لوبډلو کپتانانو هم دا سیالۍ مهمې وبللې او ویې ویل چې لوبغاړي یې ورته چمتو دي.

د لوبډلو د مشرانو خبري کنفرانس د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼې خپور شوی دی.

'قوش تپه' د افغانستان په شمال کې د اوبو یو لوی کانال دی چې د مطالعې او ارزونې کارونه یې د جمهوریت په مهال په ۲۰۱۸ کال پیل شوي وو او د طالبانو په دوره کې دا کانال تکمیل او پرانیستل شو.

د کرکټ بورډ مسئولین وايي چې د افغانستان لپاره د دغه کانال ارزښت په کتو یې په دغو سیالیو 'قوش تپه' نوم اېښی دی. حشمت شهیدي هم وویل چې دا کانال د افغانستان لپاره حیاتي‌ ارزښت لري او ښه ده چې په دغو سیالیو کې د قوش تپې نوم اېښودل شوی دی.

دا لوبې به شاوخوا دوې اونۍ روانې وې او په افغانستان کې یې یو داخلي تلویزون هم خپروي.

دا سیالۍ په داسې مهال کې په کابل کې پیلېږي، چې په سري لانکا د افغانستان الف لوبډلې د کوربه هېواد په الف لوبډلې باندې خپله دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم وبایلله. په دویمې لوبې کې افغانستان ۱۲۱ منډې وکړې او سري لانکا د دو لوبغاړو په توپیر دا لوبه وګټله. درې یوه ورځنۍ نورې لوبې هم شته او بیا د دواړو خواو ترمنځ د ټست یوه لوبه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG