د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د ښځو کرکټ یوې لوبغاړې نړیوال ریکارډ جوړ کړ


روحمالیا د اندونیزیا لوبغاړې
روحمالیا د اندونیزیا لوبغاړې

د اندونیزیا د ښځو د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړې روحمالیا روحمالیا د شلو اورونو په نړیوال کرکټ کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

روحمالیا په یوې لوبې کې اووه لوبغاړې اوټ کړې خو یوه منډه هم پرې نه ده شوې. دې د منګولیا د ښځو د کرکټ د لوبډلې په مقابل لوبې کې دا ریکارډ په خپل نوم کړ.

اوولس کلنې روحمالیا، د خپل ژوند په لومړۍ نړیوالې شل اوریزې لوبه کې دا ریکارډ جوړ کړی. روحمالیا په ښي لاس ورو توپ اچوي.

نوموړې په خپل لومړي‌اور کې په لومړي بال یوه لوبغاړې اوټ کړه او بیا یې په ۳.۲ اورونو کې اوه لوبغاړې په صفر اوټ کړې وې او یوه منډه هم پرې نه وه شوې.

تر دې مخکې د ښځو او نارینه وو په نړیوال شل اوریز کرکټ هېڅ یوې لوبغاړې او لوبغاړي داسې کومه کارنامه نه ده کړې ده.

د اندونیزیا د کرکټ ادارې د فیسبوک پاڼې د معلوماتو په اساس، دا لوبه د اپریل په ۲۳ نېټه د اندونیزیا د بالي په ښار کې شوې وه. اندونیزیا د منګولیا لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف ټاکلی و، خو هغوی یې ټولې په ۲۴ منډو کې اوټ کړې وې.

تر دې مخکې د ارجنټاین د ښخو د کرکټ یوې لوبغاړې الیس ستاکس او د هالنډ لوبغاړې فریدریک اووریک هم په شل اوریزو سیالیو کې اووه-اووه لوبغاړې اوټ کړې وې، خو منډې هم پرې شوې وې، مګر روحمالیا یوه منډه هم نه ده ورکړې.

روحمالیا روحمالیا د ښځو په کرکټ کې درېیمه لوبغاړې شوه چې په یوې شل اوریزې لوبې کې اووه ویکټې اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG