د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د کرکټ د ښځو ټوله لوبډله په ۱۴ منډو وسوځېدله


تصویر: اسوشیتډپرس
تصویر: اسوشیتډپرس

په تایلنډ کې د لسو هېوادونو ترمنځ د ښځو د کرکټ‌ ۲۰ اوریزې سیالۍ روانې دي چې د یکشنبې په ورځ په کې یو نړیوال تاریخي ریکارډ جوړ شو.

د متحدو عربي اماراتو او چین ترمنځ د یکشنبې د ورځې (جنوري۱۳) په لوبه کې د اماراتو د ښځو لوبډلې د چین لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه. له اوله داسې ښکارېدله چې دا هدف چین ته ډېر زیات دی، خو داسې نه انګېرل کېدله چې داسې لوبه به وشي.

د چین د ښځو ټولو لوبډله په ۴۰ دقیقو کې په لسم اور کې په ۱۴ منډو وسوځېدله. د چین شپږ لوبغاړې په صفر وسوځېدلې. تر ټولو ډېرې ۴ منډې، زوی یونګ، وکړې. دوې نورې لوبغاړې په دریو او یوه بله یې په دوو منډو وسوځېدله.

د اس پي ان ورزشي ویبسایټ د راپور په اساس دا په ۲۰ اورونو کې د ښځو په کرکټ‌ کې په یوې لوبې کې تر ټولو کم رنزونه دي چې یو ټیم یې کوي. تېرکال نمیبیا هم په افریقا کې د (لیسوثو - Kingdom of Lesotho ) ښځو ټوله لوبډله په شاوخوا ۳۰ منډو سوځولې وه او لوبه یې په ۱۷۹ منډو ګټلې وه.

دا مهال په بنکاک کې د اسیا د لسو هېوادونو د ښځو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اورونو یوه سیالي روانه ده چې چین، تایلنډ، متحده عرب امارات، هانک کانګ، نیپال، مالیزیا، اندونیزیا، بوتان او میانمار هم په کې دي.

XS
SM
MD
LG