د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان د انتخاباتو په هکله د امریکا د پلټنو غوښتنه وغندله


پاکستان کې د انتخباتو څخه وړاندې پولیسو د عمران خان د ګوند ګڼ شمیر غړي ونیول او بندیان یې کړل.
پاکستان کې د انتخباتو څخه وړاندې پولیسو د عمران خان د ګوند ګڼ شمیر غړي ونیول او بندیان یې کړل.

د پاکستان د پارلمان ولسې جرګې کې د واکمن ائتلاف غړیو جمعه جون ۲۸ ( چنګاښ اته) یو پریکړه لیک منظور کړ چې پدې هیواد کې په تیرو پارلماني انتخاباتو کې د لاس وهنو او غیر قانوني کړنو د ادعاوو په هکله د متحده ایالاتو د کانګرس غوښتنه پکې غندل شویده.

د پاکستان ملي اسامبلې په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دا هیواد به پخپلو کورنیو چارو کې "لاس وهنه ونه مني" او د متحده ایالاتو د کانګرس پریکړه لیک یې د دولتي چارو کمزوري کولو لپاره "ناکامه هڅه" بللې ده.

د پاکستان د پارلمان دې پریکړې څخه دوه ورځې وړاندې د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس په یو پریکړه لیک کې چې د ۳۶۸ مثبتو او اوو مخالفو رایو تصویب شو، غوښتل شوي چې د پاکستان همدې تیرو عمومي انتخاباتو کې د لاس وهنو او غیر قانوني کړنو ادعاوو په هکله دې "بشپړ او خپلواک" تحقیقات وشي.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې پارلماني انتخاباتو کې چې خپلواکو خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړلو کاندیدانو په کې اکثریت څوکۍ وګټلې، د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې او د ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو د تورونو سره مل وې. یو تور دا هم دی چې پوځ پدې انتخاباتو کې لاس وهلی.

د متحده ایالاتو د کانګرس په پریکړه لیک کې هغه هڅې غندل شوي چې د "ځورولو، ګواښلو، تشدد، خپلسرو نیولو، د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو محدودولو" له لارې په دیموکراسۍ کې د برخې اخیستو لپاره د پاکستاني وګړو مخه نیول شوې وه.

د پاکستان د پارلمان ملي اسامبلې غړیو ددې پریکړه لیک لپاره رایه ګیري ونکړله او یوازې د غږونو پر اساس رایې وشمیرل شوې.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو او پلویانو د ملي اسامبلې دې پریکړه لیک سره مخالفت څرګند کړی او په انتخاباتو کې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا د پلټنو د غوښتنې ستاینه یې کړیده.

دا ګوند لا هم ادعا کوي چې د فبروري میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې دومره پراخه ټګي برګي شوې چې ددې هیواد په تاریخ کې ساری نلري.

په پارلماني انتخاباتو کې لاس وهنې او د ټګۍ برګۍ دا ادعاوې دومره جدي وې چې د امریکا د کانګرس د ۳۱ غړو یوې ډلې ولسمشر جو بایډن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څخه په یو لیک کې غوښتي وو چې د پاکستان نوی حکومت دې تر هغه په رسمیت ونه پیژني چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ادعا شویو لاسوهنو او درغلیو په اړه خپلواکه پلټنه نه وي شوې.

خو د دې تورونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام آباد د اساسي قانون، بشري حقونو او قانون حاکمیت ارزښتونو ته "زمونږ د ملي ګټو" په نظر کې نیولو سره ژمن دی او د امریکا د کانګرس څخه یې غوښتي چې د دواړو هیوادونو تر منځ همکارۍ او اړیکو لا پیاوړي کولو لپاره دې کار وکړي چې ګټه یې واشنګټن او اسلام آباد ته ورسیږي.

د پاکستان د پارلمان لخوا د پریکړې څخه یوازې څو ساعته وړاندې په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار میلمه و.

د بهرنیو چارو وزارت ددې لیدنې څخه وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو خواوو د واشنګټن – اسلام آباد تر منځ دوه اړخیزو اړیکو په هکله په تازه پرمختګونو او دا چې اړیکې څنګه پر مخ ولاړې شي، وغږیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG