د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کې به ۱۷.۳ میلیون افغانانو ته بشري مرستې برابرې شي


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو له ډلې شاوخوا ۷۳ فیصدو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

اوچا د دوشنبې په ورځ جنورۍ اتم (مرغومې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو د اړتیاو او هغوی ته د مرستو د برابرولو د پلان جزئیات خپاره کړي او ویلي دي چې اوس مهال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي: "بشرپاله شریکانو په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیون وګړي د بشري مرستو په څو برخو کې په ښه ډول همغږي کړي... په ډېرو مهمو لومړیتوبونو کې د خوړو مرستې، د څښاک د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، زده کړو، اوبو او حفظ الحصې اړتیا پوره کول شامل دي."

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې د بې وزلو خلکو او په خاص ډول د ښځو او ماشومانو سره مرسته ډېره مهمه ده.

ددې دمخه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې ازمنو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې لویې ستونزې یادې کړې.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي: "په تیر ۲۰۲۳ کال کې په ټیټه کچه د اقتصادي ثبات سره سره، ۶۵ فیصده کورنیو اقتصادي ټکانونه تجربه کړي دي. تمه کیږي چې همداسې اقتصادي وضعیت او د خوړو عدم مصونیت به په ۲۰۲۴ کال کې هم وي او ۱۵.۸ میلیون کسانو باندې به اغیز ولري".

اوچا ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو ګواښونه سره مخ دی . ددغې ادارې د شمیرنو له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه د سختې وچکالۍ سره مخ دي او ۶۷ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې لري.

د ملګروملتونو دغې ادارې په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان په تیرو ۳۰ کلونو کې ترټولو د سختې وچګالۍ سره مخ وو اوددغې وچکالۍ په درېیم کال کې دا ګواښونه لا زیات شوي دي.

طبیعي پیښې یو بل ګواښ دی چې په افغانستان کې یې د خلکو اړتیاوې په ځانګړي ډول د هرات لا زیاتې کړي دي. ملګروملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې دغو پرله پسې زلزلو ۲۷۵ زره کسان زیانمن کړي دي چې په بیړني ډول سرپناه په ګډون بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګروملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د طبیعي پیښو د زیاتو پیښیدو په برخه کې څلورم هیواد دی او د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه د اغیزمن شویو هیوادونو په ډله کې اتم هیواد دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG