د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي: ایران په اسرائیل باندې برید کې په نړیواله کچه د خپل عزم قوت وښود


د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي په اسرائیل باندې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د تیرې اوونۍ بریدونو په خاطر د هیواد وسله والو ځواکونو "بری" وستایه.

دا په اسرائیل باندې د روانې اپریل میاشتې ۱۳ مې نیټې بریدونو څخه وروسته د خامنه اي لومړنۍ تبصره ده چې په عامه توګه یې کوي.

خامنه اي یکشنبه اپریل ۲۱ ( غوایي دویمه) د جګپوړو ایراني نظامي چارواکو سره په کتنې کې وویل چې وسله والو ځواکونو په اسرائیل باندې برید کې بری درلود.

هغه دې برید ته په اشارې سره وویل، " وسله والو ځواکونو د خپلو وړتیاوو او ځواک او د ایراني ملت ښه تصویر وړاندې کړ او په نړیواله کچه د ایران د ملت دعزم قوت یې څرګند کړ".

د ایران پوځ تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره په اسرائیل په مستقیم برید کې څه د پاسه ۳۰۰ توغندي او بې پیلوټه یا ډرون الوتکې وارې کړې چې په چاودیدونکو موادو سمبالې وې.

اسرائیل ویلي چې په هوایي دفاع او نورو سیسټمونو یې ۹۹ په سلو کې دا توغندي او ډرون الوتکې شنډې کړي او ډیر لږ شمیر یې چې د اسرائیل په خاورې کې لګیدلي، زیان یې بیخې کم و.

د سټلایټ څخه ځیني اخیستل شویو انځورونو کې چې د اې پي خبري اژانس اخیستی، دا پکې ثابته شوې چې د اسرائیل ادعا سمه ده.

د ایران مذهبي مشر پخپلو خبرو کې همدارنګه د اسرائیل ځوابي برید هم کم اهمیته وباله او ټینګار یې پدې و چې د ایران وسله والو ځواکونو او ملت په نړیواله کچه د خپل عزم څرګندول پیل کړیدي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د همدې تیرې جمعې په ورځ ویلي و چې د اسرائیل په ځوابي برید کې کارول شوې وسلې د ماشومانو د لوبو سامانانو په شان وې.

هغه چې متحده ایالاتو ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډې کې د ګډون لپاره راغلی و، د ان بي سي تلویزیون سره یې په مرکې کې د اسرائیل ځوابي برید په هکله وویل، " څه چې تیره شپه پیښ شول، برید نه و. ډرون الوتکې نه وې – هغه داسې څیزونو په شان وې و لکه زمونږ ماشومان چې پرې لوبې کوي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې هیواد یې په اسرائیل د ځوابي برید کوم پلان نلري خو پدې شرط چې اسرائیل کومه بله د پام وړ حمله ونکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG