د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ایران ولسمشر د اړیکو د ښه کېدو په هدف اسلام اباد ته راځي


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د یو پلاوي سره یو ځای اسلام اباد ته ورځي چې د اړیکو د ښه والي او نورو مسائیلو په اړه خبرې وکړې.

د وزارت اعلامیه وايي چې رئیسي به سبا دوشنبه اپریل ۲۲ (ثور درېیمه) اسلام اباد ته رسېږي او له هغه سره به د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون « یو لوړ پوړی پلاوی او تجارتي استازي هم» وي. نوموړی به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وویني.

رئیسي داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط خراب شوي دي. څه موده مخکې دواړو په یو بل د توغندیو بریدونه وکړل او ادعاوې یې وکړې چې خپل غلیمان یې په نښه کړي دي.

اسلام اباد او تهران یو بل تورونوي چې د یو بل ضد اورپکو ته یې په خپلو خاورو کې ځای ورکړی دی.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر اصلي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د چارو د ښه والي لپاره د اړیکو د دفترونو پرانیستل بلل کېږي.

ابراهیم رئیسي به د پاکستان لاهور او کراچۍ ته هم ځي او هلته به پاکستاني مقاماتو سره ګوري. اعلامیه وایي چې دواړه هېوادونه به د «سوداګرۍ، اتصال، انرژۍ، کرنې او د ولسونو ترمنځ د تماس» په برخو کې د همکارۍ په زیاتولو کار کوي.

پاکستان له ایران سره د ګازو په پروژې باندې تکیه لري چې د برېښنا د کموالي ستونزه یې حل شي، د ۷.۵ بیلیون ډالرو دا پروژه د ۲۰۱۳ د مارچ په میاشت کې پیل شوه، خو په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو له لګېدو وروسته یې چارې ټکنۍ شوې.

ایران وايي خپله برخه یې د پروژې ۱۸۰۰ کیو میتر پایپ تېر کړی چې د پاکستان د کراچۍ د نوابشاه ښار ته ګاز انتقال کړي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان سرپرست حکومت په خپلې خاورې کې د دغې پروژې د ۸۰ کیلیو میتر پایپ د تېرولو لارښوونه وکړه چې د ځنډ له کبله یې ایران جریمه نه کړي، د جریمې اندازه یې بیلیونونه ډالر دي.

امریکا د دې پروژې ننګه نه کوي او خبرداری یې ورکړی دی چې پاکستان به له دې پلوه د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG