د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لسګونه کسان مړه شوي


په هند کې هر کال په سلګونو کسان د کورني ارزانه شرابو څښلو له امله مري.
په هند کې هر کال په سلګونو کسان د کورني ارزانه شرابو څښلو له امله مري.

د هند د تامل ناډو په ایالت کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) وویل د زهرجنو غیر قانوني الکولو د څښلو له کبله په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تامل ناډو اعلی وزیر ایم کیو ستالین وویل چې په دغه سیمه کې په جوړو شویو دغو شرابو کې زهرجن میتانول ګډ شوي دي. د "پریس ټرسټ اف انډیا" خبري اژانس د ستالین له خولې راپور ورکړی چې ددې قضیې په تړاو څو تنه نیول شوي دي. ستالین همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا ډول جرمونه "ټولنه تباه کوي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي."

په هند کې هر کال په سلګونو کسان د کورني ارزانه شرابو له امله مري. د شرابو د خمار زیاتولو په خطر پکې په زیاته اندازه میتانول اچول کیږي چې د ړوندوالي، د ځیګر د وژونکو ناروغیو او مړینې لامل کیږي.

د تامل ناډو په قضیه کې، ددغه ایالت لوړپوړي حکومتي چارواکي ایم ایس پرسانت په وینا، له ۱۰۰ زیات کسان په روغتون کې بستري شوي دي.

ددغه ایالت والي ار این راوي په ایکس شبکه کې په خپل حساب کې لیکلي چې ددې مړینو له کبله یې "ژور ټکان" خوړلی او زیاته کړې یې ده چې "ډیری نور قربانیان د مرګ او ژوند ترمنځ په جدي حالت کې دي."

په تامل ناډو کې د شرابو پلور جرم ندی خو په تور بازار کې ځايي جوړ شوي شراب په قانوني پلورنځیو کې د شرابو په پرتله په ټیټه بیه پلورل کیږي.

د هند په ځینو برخو کې د شرابو پلورل او څښل منع دي، چې له کبله یې د شرابو تور بازار وده کړې او زیاتره وخت له دې لارې پلورل شوي شراب د انسانانو د مړینې لامل کیږي.

تېر کال زهرجنو شرابو د هند په ختیځ ایالت بهار کې په یو ځل لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل، او په ۲۰۲۲ کال کې په ګجرات کې له دې کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړي شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG